هلمند: ماین چاودنې پنځه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( جمعه، ۱۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند محمد عمر ځواک وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د لښکرګاه ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو پر شخصي موټر د ماين چاودونه شوې ده، هغه وايي چې په دې چاودنه کې د يادې حوزې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي. د یاد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
خو هلمند یوله هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي چې له مرکز پرته ټولې ساحې یې دوسلوالو طالبانو ترکنټرول لاندې دي، حکومتي چارواکي هم ددې برید پړه پرطالبانو اچوي.



