کابل ټکی کام ( جمعه، ۱۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دګډحکومت مشر محمد اشرف غني نن د مشورتي جرګې اختتامي غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د روژې په خاطر او جرګې ته په درناوي د طالبانو ۱۷۵ هغه بندیان خوشې کوي، چې له کلونو راهیسې بندیان دي.
غني له طالبانو وغوښتل چې کابل یا نورو ولایتونو ته خپل استازي ور واستوي، تر څو یې بندیان ور وسپاري. نوموړي وویل، چې د بندیانو خوشې کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري.
غني په خپلو خبرو کې وویل، له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دننه سولې ته چمتو شي. نوموړي وویل که طالبان سولې ته حاضر وي. حکومت چمتو دی چې د اوربند په تخنیکي برخه کار وکړي.
غني وویل، غواړي افغانستان د سولې کوربه خپله اوسي، ځکه پر طالبانو غږ کوي چې راشي او د افغانستان په هر ولایت کې چې غواړي د سولې لپاره به دفتر ورکړي.
نوموړي د ازبکستان او ترکمنستان مننه وکړه چې دافغان سولې کوربتوب لپاره یې تیاری ښودلی او زیاته یې کړه، چې اوس د طالبانو خوښه ده، د سولې خبرې په هیواد د ننه کوي او که بهر.
خو یو شمېر څېړونکو دغني دغه خبرې یوه کمپایني هڅه بللې. او زیاته کړې یې ده، چې دغني اول ځل انتخاباتي شعار دبندیانو ازادېدل وو، هاغه وخت حکومت سره ۱۲ زره دطالب په نوم بندیانو شتون درلود، لیکن اوس ۶۲ زره بندیان دطالب تر نام لاندې په زندانونو کې شپې صبا کوي.
دوی ننني ازاد اعلان شوي بندیان هاغه زندانیان ښودلي چې دبند موده یې پوره شوې، او اوس هم په غیرقانوني توګه په بندیخانو کې پراته دي.


















