شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ولسمشر غني د وينا لفظي ښکلاوې؟؟!

محمود نشرونکی: محمود
مې 4, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
28
ځلې شریک شوی
347
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

غورځنګ

دا چې د هره ژبه او د هغې ژبې اديبان ادبي ښکلاوې او ادبي صنعتونه لري او اديبان بيا د هماغې ژبې د ادبي ښکلاوو پواسطه نومړې ژبه بډايه کوي او په دې واسطه سره خپله مورنۍ ژبه د نورو ژبو سياله ګرځوي نو زمونږ د هېواد نوميالي ولسمشر هم د هدې اصولو پر اساس ځينې لفظي ښکلاوې او لفظي صنعتونه له خپلې خولې څخه د مرغلرو په څېر ورولي دي چې مونږ به يې دلته په دې ليکنه کې بېلګې راوړو

ولسمشر غني چې ځان د افغانستان قانوني جمهور رئيس نوموي او ځان ته خطاب کوي چې ګواکې زه د افغانستان منتخب جمهور رئيس يم، خو له کومه وخته چې نوموړی د واک پر ګدۍ کېناستلی دی نو له هغه وخته په خپلو ويناوو کې ځينې لفظي ښکلاوې کاروي، چې د هغو له جملې څخه به دلته ځينې درته راوړو:

د واک ته رسېدلو په لومړي کال ولسمشر يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويل: امام حسن وحسين نواسه های خداوند است (نعوذ بالله من ذالک)

دويم ځل يې بيا يوې غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې  زه هره ورځ د ورځې د باران لپاره د تهجد لمونځ کووم.

د پورتنۍ وينا پر مهال ولسمشر غني افغان ولس ته ځان تقوادار او پرهېزګار معرفي کاوه خو خبره ورڅخه لفظي ښکلاوو ته ووتله.

همدارنګه ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په راورسته وخت کې يو ځل په کندهار کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال داسې هم وويل چې له ترکمنستان سره مې تړون کړی دی او له باد يا هوا څخه درته څو زره مېګاواټه برق توليدووم.

د ولسمشر غني تر ټولو جالبې لفظي ويناييزې ښکلاوې دا دي چې پر افغان ولس باندې يې چې له کومه وخته ټولې تجارتي لارې وتړلې نو ولس ته يې پر نوو لفظي ښکلاوو خوله خلاصه کړه او ويل يې: چې زه به د هېواد د اقتصادي سيستم د سمون لپاره هوايي دهلېزونه خلاص کړم او د هېواد زڼ غوزی به په نورو هېوادونو کې ډېر ارزښت پيدا کړي د هېواد کچالو به تر ټولو زيات ارزښتمند توليدوونکی توکی وګرځووم او په نړيوالو تجارتي او سوداګريزو بازارانو کې به ډېر زيات اهميت پيدا کړي.

دغه رنګ کله نا کله په يوه نيمه غونډه کې ولسمشر د خپل ځان ستاينه هم کوي چې د هغو له جملې څخه يې يوه ورځ وويل چې (له احمدشاه بابا نه راوخله تر ولسمشر کرزي پورې په واک يې څه ونه کړل؟ ورور ورور وواژه مګر يوازېنی ولسمشر زه يم چې د ولس په رائيه ولسمشر مقرر شوی يم، نه د امريکايانو په ټانکونو باندې سپور راغلی يم او نه هم د زور له لارې راغلی يم)

هېواد ته د سولې د راتللو په تړاو هم ولسمشر په مختلفو وختونو کې ويناوې کړي دي چې تر ټولو مهمه يې دا ده چې د سولې په باره کې يې د قرآن کريم (الفاظ د سولو خيرون) په ډول تلفظ کړل چې له دې سره نړيوالو ته هم پته ولګېده چې افغان ولسشمر؟؟!  خو ديني پوهه هم ښه په پوره او پرېمانه اندازه لري.

خو تر ټولو مهم يې هغه متل دی چې تېرې لويې مشروتي؟؟! جرګې ته يې کړی دی او ويل چې ( که زه وايم چې زه يې، او ته وايې چې ته يې، نه به زه يم نه به ته يې،  که زه وايم چې ته يې او ته وايې چې زه يم، هم زه يې هم به ته يم)

له پورتنيو لفظي ښکلاوو شيندلو څخه داسې معلومه شوه چې ولسمشر غني په ادبياتو او د پښتو ژبې له هر اړخ سره هم پوره بلدتيا لري او کله کله ناکله داسې نادر لفظي صنايع کاروي.

لوی ټکي: د ولسمشر دیني پوههلفظي ښکلاوېويناوې او لفظي صنعتونه
مخکینې مطلب

زمونږه هره ښاپېرۍ په چيغو وژړېده

بل مطلب

افغان ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو لپاره لندن ته ولاړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com