افغان ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو لپاره لندن ته ولاړه

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د کرکټ افغان ملي لوبډله د کرکټ ۲۰۱۹م نړۍوال جام سیالیو لپاره لندن ته تللې ده.

د ۲۰۱۹م نړۍوال جام سیالۍ د می میاشتې په ۲۸مه نیټه شروع کیږي چې د جون میاشتې په اوله نیټه به د افغانستان لومړۍ سیالي له اسټرلیا سره وي.

د نړۍوال جام له پیل مخکې به افغان ملي لوبډله د سکاټلنډ هیواد له ملي لوبډلې سره دوې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې هم ترسره کړي

د ملي لوبډلې کپتان ګلبدین نائب خپلو مینوالو ته په یو تازه پیغام کې ویلي چې لوبډله به په لوړ مورال ولوبیږي.

نوموړي ویلي: “افغان اتلان, د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري. لوبډله له بشپړ مورال برخمنه ده او ټول په دې فکر روان دي چې د نړۍ سترو لوبډلو ته به ماتې ورکوي. له خپلو ټولو مينه والو هيله لرم چې د نړيوال جام په راتلونکو سياليو کې له افغان اتلانو بشپړ ملاتړ وکړي.”

ګلبدین نائب څو اونۍ وړاندې د کرکټ بورډ لخوا د لوبډلې نوی کپتان معرفي شو او پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان یې له کپتانۍ ګوښه کړ.

که څه هم په لومړیو کې د کرکټ بورډ دې پرېکړې د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول خو اوس افغانان هیله لري چې د ګلبدین نائب په مشرۍ کې به هم لوبډله بریاوې ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button