کابل ټکی کام (جمعه ، ۲۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا په متحده ايالاتو کې مشهور سیاسي مبصر ډایر دامریکا له لوري دافغانستان خونړۍ جګړه بې ګټې بللې، او زیاته کړې یې ده چې امریکا غواړي له دې ناکامې جګړې ځان وباسي.
ډایر په دې وروستيو کې (میرټ هیرالډ)ته په يوه تازه تحليلي ليکنه کې ويلي دي ،چې دوحه کې د امريکا او طالبانو خبرې کاميابې شوې او ژر به امريکا د افغانستان له ۱۸ کلن عذابه ځان خلاص کړي.
ډایر وړاندې ليکي، امريکايان ممکن تر اتلسو مياشتو په بشپړه توګه له افغانستان ووځي او د سولې له هوکړې وروسته به افغانستان کې ښکيل لوري په ګډه نوی حکومت جوړ کړي.
لیکوال زیاتوي، امريکا اوس هم پوره باور او ډاډ نه دی تر لاسه کړی چې طالبانو سره تر سولې وروسته به دغه ملک کې جګړه ودريږي او که به نوي جنګيالي سر پورته کړي.
د مقالې ليکوال ويلي امريکا اوس په دې پوه شوې چې افغانستان کې تير ۱۸ کلن ماموريت يې بې ګټې او اوس ژر تر ژره له دې اوږدې خونړۍ جګړې ځان ايستل غواړي.
تر دې وړاندې نورو ورځپانو او لیکوالانو هم امریکا ته دعاجلې وتنې سپارښتنې کړې وې، اوداجګړه یې دویتنام دتاریخي ماتې تکرار یاد کړی وو.
















