لوی څارنوال؛ دښځو پر وړاندې دآزار او اذیت پرضد دمبارزې نوی ریاست پرانیست

کابل ټکی کام (جمعه ، ۲۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

ددولتي چارواکو له لوري دځینو امتیازاتو په بدل کې دښځو له آزار او اذیت وروسته لوی څارنوال ددې ناخوالو دمخنیوي او پر وړاندې یې دمبارزې نوی ریاست پرانیست.

د افغانستان لوی څارنوال فريد حميدي خبر ورکړی چې دوی په یو نوي اقدام کې دڅارنوالۍ تر رهبري لاندې د یو نوي رياست دجوړېدو کار تکمیل ته رسولی.

فريد حميدي وايي، دا رياست به په دولتي ادارو کې دځینو چارواکو له لوري د ښځو پر وړاندې د آزار او اذيت پر ضد مبارزه او تحقیقات وکړي.

حميدي زیاتوي، نوی رياست د ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ جوړ شوی چې ژر به رسمي فعاليت پيل، او په کاملې خپلواکۍ خپل مسئولیت اداکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button