پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د امريکايانو له تېښتې وروسته به چاپه مار عسکر له څه ډول حالت سره مخ کېږي؟؟

محمود نشرونکی: محمود
جولای 19, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
146
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

په دې وروستيو کې افغان دولت او امریکايي ځواکونو خورا زيات وحشت او دهشت پیل کړی دی او د هېواد په مختلفو ولايتونو کې شپنۍ چاپې اچوي، چې په ترڅ کې يې قربانيان ټول عام افغان ولس دی، د افغان حکومت او امريکايانو په دغه ډول بريدونو کې عام ولسي وګړي، ماشومان، ښځينه، سپين ږيري، غير محارب خلک او نور دغه ډول بې ګناه وګړي په شهادت رسول کېږي.

او ورسره عام المنفعه ځايونه لکه: کلینيک، مساجد، ښوونځي او نور ځايونه په نښه کېږي او تر ټولو د تأسف وړ بیا دا  کله چې دغه ډول بريدونه په سوشل ميډيا کې خورا وحشت وښودل شي او بې پرې خلک يې وحشت وبولي، نو افغان دولت د دې پر ځای چې له دغه ډول افغان وژنې څخه لاس پر سر شي، په خورا سپن سترګۍ سره ادعا کوي چې ګواکې په دغه برید او چاپه کې يې دومره طالبان وژلي دي او يا يې هم ټپيان کړي دي او وايي چې ياد بريد يې د طالبانو په مرکز کړی دی.

که څه هم د امریکايي وحشيانو او داخلي حکومت له لوري دغه ډول بريدونه په په نړيواله کچه دهشت او وحشت بلل کېږی او ويل کېږي چې د دولت په ناکامۍ دلالت کوي، يعنې دولت د طالبانو پر وړاندې نشي درېدلی او نه هم ورڅخه د خپل ځان دفاع کولی شي نو ځکه خپل غچ له عام افغان ولس څخه اخلي.

کله چې دغه ډول بريدونه په عام افغان ولس زيات شي نو عام افغان ولس بيا د خپل غچ د اخيستلو بله لار نه لري نو ځکه خو يې سترګې د طالبانو په لور اوښتې وي، او دا چې طالبان هم له د افغان ولس له منځه راوتلی او رامنځته شوی تحريک او ځواک دی نو ځکه د عام ولس غږ ته لبيک وايي او تل ورسره وعده کوي چې غچ به يو په لس اخلي.

چې په ترڅ کې يې بيا د طالبانو له لوري دولتي ځواکونو له سختو بريدونو او خونړيو حملو سره مخ کېږي او بیا دغه ډول بريدونه د افغان ځواکونو بېخ باسي.

يعنې که چېرته محاسبه وشي نو معلومه به شي چې دعام افغان ولس د انتقام لپاره په څلرويشتو ساعتونو کې سلګونه عام افغان عسکر وژل کېږي.

د طالبانو له لوري بريدونه چې سږ کال يې ټول تمرکز په چاپه مارو ځواکونو نيولی دی؛ ورځ تر بلې ګړنديتوب مومي، يعنې ورځ تر بلې سختېږي، خو دولتي لوری له دا ډول حالاتو سره سره بيا هم د خپلو بادارانو په امر پر افغان ولس خپل بريدونه او وحشي چاپې نه ودروي او لا هم زور ورکوي.

نو په پای کې بايد ووایو چې دا دی اوس امریکايان تر دې حده پورې رسېدلي دي چې شايد ووځي او د خپلو پوځيانو د وتلو لپاره ډېره زياته عجله کوي.

نو کله چې امريکايان ووځي او افغان ځواکونه د طالبانو رحم او کرم ته پاتې شي نو بيا به طالبان د عام افغان ولس، د شپنيو وحشي چاپو او نورو وحشتونو غچ له دوی څخه وانه خلي؟؟

او له دوی سره د دوی د خپل عمل عکس العمل ونه کړي؟؟ هغه څوک چې ټول کور يې په وحشي چاپو کې وران او ويجاړ شوی دی، له طالبانو څخه به د دغه ډول وحشي عسکرو د سختې محاکمې غوښتنه ونه کړي؟؟ طالبان به دغه ډول خلک محاکمه نه کړي؟؟

خامخا به دغه ډول خلک د خپل جرم په سزا رسېږي، او دغه خلک به خامخا د طالبانو رحم ته لوېږی او بيا به عام ولس د دغو وحشي او ځناورو عسکرو د محاکمې غوښتنه کوي. او لکه اوس چې طالبان په دغه ډول عسکرو باندې خونړي بريدونه کوي، نو بيا به له دې نه هم سخت عاقبت سره مخ کېږي.

لوی ټکي: چاپهطالبانعسکروحشت
مخکینې مطلب

سیاسي شناند ډایر: امریکا په عاجله توګه دافغانستان له خونړۍ جګړې ځان خلاصوي

بل مطلب

طنز/ رشوت خان مډير!!!

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com