احمد ولي مسعود: اشرف غني د پريکړو کولو هيڅ صلاحيت نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۳)
د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر او ولشمرۍ ټاکنو ته نوماند احمدولي مسعود وايي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني بې صلاحيته دی او د پريکړو کولو هيڅ اختيار نه لري.
احمد ولي مسعود ويلي، هيڅوک نه پوهيږي چې انتخابات به وشي او که نه.
هغه په ټينګار سره ويلي، چې اشرف غني د پريکړو کولو هيڅ واک نه لري زياتوي د ګډ حکومت مشر د انتخاباتو د ترسره کيدو خبرې کوي خو هيڅوک د نوموړي پر دغو خبرو ډاډمن نه دي.
د مسعود په وينا، حکومتي ډله غواړي چې انتخابات داسې ترسره شي چې د دوی ډله پکې بريالۍ وي.
احمد ولي مسعود د ټاکنيزو منډو ترړو په نورو غونډو کې هم د ګډ حکومت پر مشرانو نيوکې کړي او هغوی يې بې وسه، فاسد او ظالمان بللي چې په وينا يې نفاق اچولو او فساد ته يې لاره برابره کړې ده.


