د بیان ازادي د اسلام اډیا له انده

لیکنه: شاهین امیرزی

په اسلامي شریعت کې خلکو ته په بشپړ ډول هغه مهال  د بیان ازدي ورکړل شوي ده، چې معتصبو ویناو ښکنځلو او ناوړه خبرو،  اشخاصو علماو ته د سپکاوي څخه خالي وي،یوازې د ځان ټولنې دین او خلکو د حقوقو د غوښتنې په موخه وي،همدا ډول کومې لیکنې چې د اسلام دین خلاف او اسلامي ټولنه کې بې نظمې رامنځته کوي،یا یوازې په ټولنه کې فتنه او فساد رامنځته کوي داسلام په قاموس کې ورته ځای نشته په مطلق ډول ناروا او غیر مشروع ده.

د بشر نړیوال اسلامي حقوقو د اعلامیې له انده د بیان ازادي په دې ډول تشریح شوي ده.

الف: هر انسان حق لري چې خپل نظر په خپلواک ډول بیان کړي، خو په دې شرط،چې د شرعي اصولو خلاف نه وي.

ب: هر انسان خیرته رابللو او بدۍ څخه د منع کولو له پاره د اسلامي شریعت له مقرارتو سره سم خلکوته بلنه ورکولای شي.

ج: تبلیغات د ټولنې یوه حیاتي اړتیا ده؛نو له هغې څخه ناوړه ګټه پورته کول په مقدساتو او د انبیاو په کرامت برید کول، یا د ټولو هغو اسبابو څخه کار اخستل،  چې د ټولنې د ارزښتنو پر وړاندې د ګډوډۍ یا د باورونو په له منخه وړلو او ټولنې ته په زیان تمام شي،کلکه منع دي.

د: د قومي یا مذهبي احساساتو راپارول او یا هرشی،چې د نژادي تبعیض سبب شي جایز نه دی.

نني عصر کې چې کوم څه د بیان ازدي په موخه په افغانستان کې د رسنیو له لورې خپریږي، یوازې د غرب فرهنګ او ناولي تمدن ته لاره پرنستل دي، تر څو  د راتلونکي نسل اذهان مشوش او ټولنه د بربادۍ پر لور سوق کړي،چې په عین حال کې پردي فرهنګ ته جاسوسۍ  او ستر منافقت ده، همدا ډول د اسلام مبین شریعت له قوانینو خلاف او د بشر د اعلامیې د ټولو فقرو سره په ټکر کې دي.