ولايتي شورا: د معارف وزير هلمند سره د مور ميرې سلوک کوي؛ لا هم ۷۳ ښوونځي بند دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۷)
د هلمند ولايتي شورا وايي، په دغه ولايت کې د خلکو او طالبانو د امادګيو سره سره د ۷۳ ښوونځيو بند ساتل یو دستوري کار دی.
د هلمند د شورا رئیس عطاءالله افغان وايي، د معارف وزير له دغه ولایت سره د مور او ميرې سلکو کوي او د هلمند ولايت امکانات او سهم په نورو خوري.
د افغان په وينا: “دوه واره مو د ښوونکو غوښتنه ترې وکړه، ولسمشر وويل زما له خوا تاييد او منظور دي، خو د وزير له خوا یو طرفه قضاوت کيږي، نورو ولايتونو ته يې امکانات برابر کړي او مونږ سره د مور او ميرې سلوک کيږي”.
نوموړي وويل، د خلکو د نماينده په توګه له وزیر نه غوښتنه کوم چې دوی ته دې خپل حق ورکړي.
په عين حال کې د هلمند مدني فعالان وايي، که د دغه ولایت تړلو ښوونځيو ته معارف وزارت توجه ونه کړي په لاريونونو به لاس پورې کړي.
مدني فعال نظر محمد رودي وايي، په داسې حال کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي غير فعال دي چې طالبان هم کومه ستونزه ورسره نه لري، حتی همکاري هم ورسره کوي خو بيا هم شپږ لکه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.
دا مهال په هلمند کې د نا امنيو او امکاناتو نه لرلو له امله اووه لکه ماشومان له زده کړوې بې برخې دي.
په عین حال کې د هلمند د پوهنې رياست مرستيال وايي، که دوی سره د پوهنې وزارت کړې ژمنې پوره کړي نو دغه ښوونځي به بيرته پرانيستل شي.


