بغلان کې طالبانو ته ديارلس عسکر تسليم شوي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۹، شنبه)

د راپورونو له مخې، تيره ورځ د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو ته ديارلس دولتي عسکر تسليم شوي دي.

طالبانو په خپله رسمي ويبپاڼه (الاماره) باندې د تسليم شويو عسکرو نومونه او شهرت خپور کړی دی.

دغه ديارلس عسکرو په پوليسو، او محلي پوليسو کې دندې ترسره کولې چې د طالبانو په وينا د دعوت او ارشاد کمېسيون په هڅو او د ځايي مجاهدينو په همکارۍ له دولتي رابيل او طالبانو ته تسليم شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې تسليم شويو عسکرو کلکه ژمنه کړې چې بيا ځلې به (د فاسد رژیم په ليکو کې دنده نه ترسره کوي) او طالبانو سره به همکاري کوي.

طالبانو د دولتي نظامي کسانو، چارواکو او پوليسو لپاره د دعوت او ارشاد او جلب و جذب په نوم ځانګړی کمېسيون جوړ کړی چې وخت ناوخت  ورسره د ملي اردو، کوماندو، پوليس او اربکيان اړیکي نيسي او طالبانو ته تسليميږي.