ځوان نسل او د معاصر تاریخ د نا انډولې جګړې کاواکه لرلید

استاد دلاور خان سيلاب

که له اسلامي او تاریخي اړخه د موضوع له حساسیته تېر شو ، او دومره فکر وکړو چې دا آزادي به څه شی وي؟   په دې باب کیدای شي له ما سره هیڅوک هم اختلاف ونه لري ، چې د یوملت ازادي  د سر او مال د قربانیو په بدل کې ، د بل (پردي) له یوغ نه ځان له بلواکۍ څخه خپلواکۍ ته له پورته کولو څخه عبارت دی.

آیا نن مهال به همدغه تعریف په افغاني جغرافیې صدق کوي او که نه؟

یا په بل عبارت آیا د افغانانو خپله خاوره او حکومت د دوی په واک کې دي؟

هلته چې د حکومت له چارواکو نیولې بیا تر عادي وګړو، د ژوند کولو حق يې له بل سره وي، هلته چې داسې ورځ نه بیګاه کیږي او داسې شپه نه سبا کیږي ، بې له دې چې مظلوم افغانان د پرديو په لاس په وینو کې ونه لمبیږي. په دغسې  یو حالت کې بیا یو شمیر پردي پال ( د واشنګټن او نیوراک ساتونکي) ،چې د (ملي اردو) سپیڅلی مهر یې په -درواغجنه بڼه -په اوږه او ټټر ثبت دی، د مظلومانو په جسدونو د پاسه پښې ږدي، جیبونه یې لوټوي، موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي یې غلا کوي.

زمونږ نننيو یو شمیر افغان ځوانانو دومره خپل حس او وجدان له لاسه ورکړی، چې د تور، سور او زرغون توغ سره سم یې خپل فیشني تصویر او ځینو یې لا بیا د امان الله خان تصویر هم ورسره ډیزاین کړی وي ، او په دریو ژبو : پښتو، دري او انګلیسي سره یې  نا معلومو خلکو ( چی  دوی یې هیوادوال بولي) د آزادي مبارکي وايي.

ځوانان د هرې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، چې پرمختګ اوشا تګ یې د دوی له بخته وي.

په دی اړه اړینه بولو ، د دغه افغان نما ځوان کول د دا ډول فیشني کړنو– چې البته تاریخ به یې یاد  لري – په باب  یو څو پوښتنې مخې ته کیږدو.

۱-  د سروي د ونې په څیر دغه همیشه بهار څو تنه د فیشني انځورونو خپروونکي ځوانان  څوک دي او له کومه آره دي؟

۲-دوی د کوم ملت وګړي دي ، د دوی په اند ملت ، هیواد، ازادي ، پت ، عزت ، شرف ، ناموس استقلال ، به څه مفهوم لري؟

۳-دوی د افغانی ټولنی څو سلنه تشکیلوي؟

۴- دوی په دې کار د چا استازیتوب کوي ؟

۵-دوی هیوادوال چاته وایی او چاته مبارکي ورکوي؟

۶-آیا هغو هیوادوالو ته چې هره شیبه پرې د نړیوال صلیبیزم له خوا د وږو لیوانو په ډول بریدونه روان دي؟

۷-او که هغوی ته چې د هرې ورځې په تېریدو سره یې د کونډو ، یتیمانو او معلولینو شمیر لا په ډیریدو دی؟

۸-او که هغو د ګوتو په شمیر ناچله افغان ډوله څیرو ته چې په طاغوتي او کفري نظام کې، د پردیو په چوپړ کې ډالري تنخواوې اخلي؟

۹-او یاهم په انګلیسي ژبه (Happy Independence Day) له یرغلګرو سره خپله خوښي شریکوي، که د هیواد دننه همدغه یرغلګرې کړۍ یاده جمله ولولي ، نو قضاوت به یې څه وي؟

 له بله پلوه که له هیواده بهر د نړۍ له یو بل قطر څخه ، پر دغسې یو څو تمسخر آمیزه انځورونو د یو چا سترګې ولګیږي ، نو هغه ته به کور د باندې د دې هیواد روان وضعیت څرنګه وبریښي؟

نړیوال به داسې وانګیري چې ګواکې د آسیا په زړه کې د افغانستان په نوم یو هیواد کې ټول وګړي د خپلې پوره آزادي، خوشحالي او سوکالي څخه برخمن دي، دغلته هیڅ راز ستونزه نشته.

دوی ولې  په لوی لاس  لومړی خپل ځان او  بیا د نړۍ د نورو آزادو اولسونو د تیر ایستنې ناکامه هڅه کوي.

دا  ډول بې حسه ژوی زمونږ د مظلوم ملت د راتلونکی په باب د هیڅ راز مثبت بدلون وړتیا نه  لري، دوی د افغانانو د ناوړه وضعیت سره هیڅ راز اړیکه نه لري ، او نه یی هم ساتل غواړي، ځکه د دوی عصب او  حسي رګونه له ملت نه پرې شوي دي، په دې ډول یې د درد د حس وړتیا هم له لاسه ورکړې ده.

دوی  نه یوازې داچې له خپل ملت سره د هغوی په غم او درد کې شریک نه دي  ، په ډیره سپین سترګۍ سره اوسنی تاریخ سازی او بې ساري سرښندنې هم نورو ته منسوبوي، چې په دې سره سړي ته د کمونستانو د وخت هغه پروپاګنیز کمپاین رایاد شي ، چې ویل به یې : له مجاهدینو سره چینایان ، انګریزان او نور…. مرسته کوي دوی په یوازی سر له روسانو سره  د ټکر توان نه لري.

                نن باید  د تیرې سلن کلنې ازادۍ -او همدارنګه د اوسني اشغال د شرمناکې ماتې  –   جشن هغه اتلان ولمانځي چی د سلیزې ګټونکو غازیانو حقیقي فرزندان دي.  دادی دوی په ډیره میړانه نن د خپلو نیکونو په څېر افغانانو او د نړی نورو مظلومو او اسیرو مسلمانو اولسونو ته یو بل تاریخ راجوړ کړ ، د تیر برم په ساتلو سره یې د  خپلو نیکونو ، اوسنیو او همدارنګه د راتلونکو نسلونو شملې هسکې کړي، چی سلګونه کاله وروسته به هم پرې نه یوازی د دوی لمسیان بلکه هر مسلمان وویاړي ، دوی د معاصرې نړۍ په عصري وسلو سمبال -د لسګونو ملکونو – ځواکونه مات کړل.

په دې کار سره دوی د معاصرې پرمختللې نړۍ د ټکنالوژۍ معادله په داسې معکوس متناسب ډول واړوله ، چې انساني عقل یې له تصوره عاجز دی. په دی سره یې د نړۍ ټول مظلوم  ولسونه په دې باوري کړل چې د بريا راز مو په خورا پر مختللو  ټکنالوژیکي وسلو او پوځونو کې نه بلکې په قوي ایمان او مظبوطې ارادې کی نغښتې دې

که د یوې شیبې لپاره ومنو ، چې نن په دغه روان دردناک وضعیت کې زموږ ترمنځ د امان الله خان سربېره زموږ د تاریخ زړور او اتل غازیان لکه : ملامشک عالم، مولانا عبدالغفور لنګري، میربچه خان کوهدامني ، فیض محمد صاحبزاده موسهیوال،  غلام حیدرخان ، چرخي محمدجان خان وردګ،او….. ژوندي واي ، او زمونږ د آزادي لمانځلو دغه بې ساری سل کلن جشن یې مشاهده کړې وای ، نو آیا زموږ په خاوره به یې د شته خارجیانو په شمول د درواغجنو خوشاټارو (کاذبو لمانځونکو) پر ضد د جهاد یو بل اعلان نه واي کړی؟

هوکې تیره سل کلنه او د ننني اشغال په وړاندې دې د یادو غازیانو ، اوسنیو اصیلو فرزندانو ته چې نن یی یو ځل بیا د خپلو نیکونو تیر برم راژوندی کړ، پرونۍ او  نننۍ ازادي مبارک شي ، او  مظلوم ملت دی هیله مند وي چی اتلان به یې یوه بله تاریخي ازادي ورته ګټي . وَمَا ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ

علامه اقبال – رحمه الله – وایې :

عشق قاتل سے بھی مقتول سے ہمدردی بهی

             یہ بتا کس سے محبت کی جزا مانگے گا؟

سجدہ خالق کو بھی ابلیس سے یارانہ بهی

حشر میں کس سے عقیدت کا صلہ مانگے گا؟

Related Articles

Back to top button