کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۹، شنبه)
طالبانو تيره شبه د دولس بجو په شاوخوا کې د کندز پر مرکز له څلورو خواوو بريدونه کړي چې ویاند يې ذبیح الله مجاهد وايي، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او جګړه لا هم روانه ده.
د کندز د پوليسو ویاند سيد سرورو حسيني د طالبانو بريدونه تاييدوي په خبره يې دغه بريدونه په همغږي ډول ترسره شوي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندز لوی روغتون هم د طالبانو لاسته ورغلی او د روغتون امنيتي سرچينې چې له بيلابيلو سیمو ورته نږدې شل ټپيان او د ځينو عسکرو جسدونه وروړل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه د کندز په جګړه کې د پرمختګ خبر ورکړی په وينا يې، طالبانو شپږمه حوزه نيولې، د درېيمې حوزې سخت ټپي شوی، د خيرک غونډۍ پوسته، د زر خريد د ماموريت ځنځير، د ضابط نورالله پوسته، د قوماندان شريف پوسته، د هديرې پوسته، د زخمدان زاخيل پوسته، او د امام صاحب بندر له خوا چرم ګري کوحې ته رسيدلي او د دغه لارې یو شمير پوستې هم نيولي دي او د دغه ښار سه صد فاميلي سيمه يې هم تر خپل کنترول لاندې رواستې ده.
دغه راز ښاغلی مجاهد زياتوي، د ګل تيپې ولسوالۍ په نامه مرکز د طالبانو له خوا کلابند دی، پر عسکرو د تسليمۍ غږ شوی او تلفات هم ورته اوښتي دي.
له شاوخوا ولايتونو کندز ته ورغلې لويې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي په خپله ټويټ پاڼه ليکلي، چې امنيتي ځواکونه د دفاع په حالت کې دي.
ويل کيږي، جنګي الوتکو بمبارۍ هم کړي چې ځينې ملکي ميشت ځايونه يې هدف ګرځولي دي.
نور جزيات به وروسته پر ليکه شي…

