
خدايه! د ظالم پادشاه پر وړاندې د مبارزې توان را او يا …
څارنوال حشمت عبيدي
د نن څخه زرګونه کاله پخوا د اردن په خاوره کې د رومانو حاکمیت وو. د وخت پادشاه به هر کال د خپل خدای په نامه کلنی جشن لمانځه.
یو عیسوي هلک چې د هغه وخت مسلمان ورته ویلی شو د پادشاه د حکم نه سرغړونه وکړه او دا تجلیل یې وغانده یو څو تنه نور ملګري یی هم پیدا کړل او ټولو په دې جشن کې له برخې اخیستو ډډه وکړه. بلآخره پادشاه له دغې واقعې خبر شو او د دوی د وژلو لپاره یې خلک ور ولیږل.
دغه عیسوي ځوانان چې تعداد یې شپږ تنه وو وتښتیدل او په لاره کې یو بزګر ورسره مخ شو هغه ته یې قیصه وکړه بزګر او ورسره سپي یې هم ورسره ملګري شول او ټول اوه واړه اصحاب کهف په یوه سمڅه ورننوتل چې تر څو له ظالم پادشاه څخه نجات ومومي.
په سمڅه کې یې خدای ته سوال وکړ چې خدایه یا دومره طاقت راکړه چې د ظالم پادشاه مقاومت وکړای شو او یا هم مونږ ته امن او سکون راکړه چې له دې پادشاه څخه په امن کې شو. هماغه وو چې په سمڅه کې دوی ټول ویده شول.
په قرآن شریف کې راځي چې دوی پوره ۳۰۹ کاله هلته الله پاک ویده کړل. دلته په سمڅه کې الله پاک یو روزان جوړ کړ چې د هغه د لارې به د لمر وړانګې دوی ته را ښکته کیدې.
په یو اړخ او بل اړخ به الله پاک دوی په خوب کې اړول راړول.
چې کله ۳۰۹ کاله خوب څخه رابیدار شول دوی فکر کاوه چې نیمه ورځ یا یوه ورځ ویده شوي دي. نو یو تن یې ښار ته ولیږه چې د خوراک لپاره څه راوړي. کله چې یو له دوی ښار ته ولاړ هلته چې خلکو له دوی سره د درې سوه کلونو قدیمي سیکې ولیدې نو حیران شول او د وخت پادشاه ترې خبر شو، دا ځل د وخت پادشاه بل څوک يو مسیحي وو نو ویل کیږي چې پادشاه په پلي قدمونو د دوی سمڅې ته ورغی او دوی یې په غیږ کې ونیول ښکل یې کړل او ټول یې ښار ته راوستل.
ویل کیږي چې کله اصحاب کهف وفات شول نو ټول اوه واړه یې په همدغه سمڅه کې دفن کړل.
د وخت په تیریدو سره د دوی هډوکي د اردن شاهانو له سمڅې راټول او په یوه قبر کې یې واچول چې د ښیښې له طریقه يې هډوکي اوس هم لیدل کیږي.



