شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په نړۍ کې د امريکا شيطاني رول!!

محمود نشرونکی: محمود
اکتوبر 24, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
14
ځلې شریک شوی
171
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

ابليس د شيطان نوم دی، شيطان د انسان په رګونو کې شتون لري، په هر وخت کې له هر انسان سره موجود وي، يا خو د نېکو کارونو په تر سره کولو کې شک وراچوي او يا يې هم چور د نېکو عملونو په خلاف ګرځوي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

دغه رنګه امريکا هم په نړۍ کې له هغې زمانې څخه د شيطان رول لوبوي، له کومه وخته چې برتانيې ماتې خوړلې.

کله چې د برتانيې، پرتګال او هالينډ استعماري قوتونه ختم شول او د نړۍ له استعمارګرۍ څخه وغورځېدل نو دا ځل په نړيواله استعمارګرۍ پسې امريکا مټې رابډوهلې، دا چې يو صليبي هېواد د نړۍ له استعمارګرۍ څخه ولوېده او ايله د خلکو خصوصاً د مسلمانانو زړونو قرار ومونده او په دې خوشحاله شول چې که څه هم د برتانيې فرهنګي او کلتوري يرغلونه په اسلامي هېوادونو کې لا هم شتون لري خو نظامي يرغل چې د مسلمانانو ترور کول، وژل او ډول ډول ناخوالې پکې شاملې؛ له منځه لاړ، مګر مسلمانانو لا خوشحالي نه وه لمانځلې چې د برتانيې ميراث امریکا ته پاتې شو او امریکا د شيطان په رول کې له برتانيې څخه هم څو ګامه په بربريت او وحشت کې ځان څرګند کړ.

اسلامي نړۍ خو پر ځای پرېږده! هغه دوه نړيوال اروپايي جنګونه چې په لسګونه ميليونه انسانان يې وخوړل، هم د امریکا په شيطانت تر سره شوي دي، او امريکا له دغو جګړو څخه موخه درلوده چې په نړۍ کې د ملګرو ملتونو په نامه داسې يوه اداره رامنځته کړي چې د امريکا ټولې روا او ناروا کړنې سهي او سمې وګڼي او د امريکا وحشتونو ته ډول ډول دلايل وتراشي.

په همدې اساس کله چې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه او د اروپا هېوادونه په دوو برخو ووېشل شول چې يوه ډله يې محور ځواکونه ونومول شول، او بله ډله يې د متفقينو په نامه ونومول شوه.

دغې جګړې تقريباً څه باندې څلور کاله دوام وکړ. په دغو جګړو کې په ميليونونه انسانان ووژل شول او له وژل شويو زيات بيا پکې معيوب او تري تم شول.

په دې جګړه کې امریکا ته د خپلو خطرناکو وسلو د خرڅلاو مارکېټ خلاص شو او له همدې لارې يې خپل اقتصاد دومره پرمختللی کړ چې اوس دا دی له نولس کاله جګړې وروسته يې هم اقتصاد تقريباً پر ځای ولاړ دی.

امریکا چې ګټه يې په اروپايي جګړه کې وه، هېڅکله نه غوښتل چې دغه جګړه ختمه شي، خو اروپايي هېوادونه نور د پوځيانو له نشتون سره مخامخ وو نو ځکه خو يې په خپل منځ کې اوربند ته غاړه کېښوده، مګر امریکا په دغه اوربند ځکه خفه وه چې د وسلو جوړونې ماشينونه يې ودرېدل او کومه ګټه چې د وسلې خرڅونې له لارې ورتله، د جګړې په ختمېدلو ختمه شوه.

له دې ورسته چې کله هټلر په جرمني کې واک ته رسېږي او د يهودو په خلاف يې خپل جنګ اعلان کړ نو دغه جنګ ته تر ټولو امريکا ډېره خوشحاله وه ځکه چې د وسلو ماشين يې بيا فعال شو او يو ځل بيا يې اروپا ته خپلې وسلې راسر کړې.

دغو جګړو ته چې امريکا خوشحاله وه نو دوه عوامل موجود وو:

يو دا چې د امريکا د وسلو بازار په جګړو جوړ و او وسله خرڅونه کې ښه مارکېټېنګ او د پيسو لاسته راوړنه لرله.

دويم دا چې امریکا ته چانس په لاس ورغی، تر څو هغه اتومي وسلې چې له ډېره وخته يې جوړې کړې وې؛ د استعمال لپاره يې زمينه مساعده شوه چې د همدې په نتيجه کې يې د جاپان پر هروشيما او ناګاساکي ښارونو باندې اتومي بمونه وغورځول او بې درېغه خلک يې پکې ووژل، په دغو دواړو جګړو کې چې ټول اروپايي هېوادونه د امریکا قرضداري وو، نو ځکه خو يې چوپتيا غوره کړه او ټوله نړۍ پرې خاموشه شوه.

له دې وروسته چې کله جګړې پای ته ورسېدلې نو د امريکا د وسلو جوړونې ماشینونه بيا فلج شول، نو د همدې لپاره يې دا ځل د اسلامي نړۍ لپاره پلانونه تر تطبيق لاندې ونيول، چې لومړی يې په عراق باندې په دې بهانه چې صدام حسين کېمياوي وسلې لري، او په خپلو شيعه مخالفينو يې استعمالوي؛ بريد وکړ، خو نه خو يې تر اوسه پورې په عراق کې کېمياوي وسلې وموندلې او نه يې هم څه څرک ولګېده.

دغه شان يې د افغانستان لپاره هم ورته بهانې ولټولې او بريد يې پرې وکړ چې دا دی په نولسو کلونو کې يې هېڅ هم لاسته رانه وړل خو افغانان يې په مختلفو بهانو ووژل، بيا يې په سوريه کې مداخله وکړه، او په يرغمل شويو هېوادونو کې يې د لا لاسوهنې لپاره د داعش ډله رامنځته کړه چې پدې يې نو ټوله اسلامي نړۍ ودردوله.

نو ځکه خو وايو چې امريکا له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه بيا تر اوسه پورې د شيطان رول لوبولی دی او خصوصاً په اسلامي نړۍ کې د شيطان حيثيت لري.

لوی ټکي: افغانستانامريکاجګړهشيطاني رولعراقکېمياوي مواد
مخکینې مطلب

دنوماندانو شورا: د ګډحکومت تکرار دمنلو ندی؛ کمیسیون دې ګټونکی ولسمشر اعلان کړي

بل مطلب

' د قران زده کړه' تابلو په ۶ میلیون ډالره خرڅه شوې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com