دنوماندانو شورا: د ګډحکومت تکرار دمنلو ندی؛ کمیسیون دې ګټونکی ولسمشر اعلان کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ لړم ، ۱۳۹۸ل)

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ټینګار کوي چې دګډحکومت تکرار هیچاته دمنلو ندی؛ ټاکنو کمیسیون دې د خلکو د رایو پر بنسټ ګټونکی ولسمشر اعلان کړي.

د یادې شورا یو تن غړي احمد ولي مسعود نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته، پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنیزه سناریو یو ځل بیا تکرار کړي.

خو نوموړي چې د نورو نوماندانو په استازیتوب یې خبرې کولې وویل، د ملي وحدت په څېر حکومت تکرار ورته د منلو نه دی.

بل نوماند او ددې شوار غړي، عنایت حفیظ بیا ادعا وکړه چې د تېري پنجشبنې په ورځ چې د ټاکنو کمیسیون د ډیټا سنټر قلفونه مات شوي، هکرانو شاوخوا درې لکه ناپاکې رایې سیسټم ته داخلې کړې دي.

هغه په ټینګار سره له ټاکنو کمیسیون غوښتنه وکړه چې د رایو پر بنسټ دې ګټونکی په پوره جدیت سره اعلان کړي.

هغه زیاته کړې، د ټاکنو کمیسیون له هرې عادلانه پرېکړې به دوی او نړیواله ټولنه کلک ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ادعا کړې چې د ټاکنو کمیسیون د ډیټا سنټر قلفونه مات شوي او د دوی په رایو کې لاسوهنه شوې ده خو ټاکنو کمیسیون دا نه مني چې ګوندې د ډیټا سنټر دروازې قلف دې مات شوی وي.

یادو کړکېچونو ته په کتو ځینې سیاسي شنونکي او دولتي سرچینې بیا وایي، امریکا هڅه کوي تر څو دیوموقت حکومت په رامنځنته کولو سره یادې سیالۍ او اختلاف ته دپای ټکی کېږدي او بلې خوا وکولی شي طالبانو سره مذاکرات او تاریخي توافق په ازادانه فضا کې لاسلیک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button