پوښتنه : که يو کس د فالج ناروغۍ له حملې سره مخامخ شي او په ذهني لحاظ معذور شي، کله کله پخوانى خبرې هم ور په ياد کيژي او په همدې باندې کله کله د يوه شي پيژندګلوي کولاى شي، مګر د لمانځه او روژه په معامله کې بيخي معذوره وي، د لمانځه کولو پر مهال د کوچنيانو په څير يوه خوا او بله خوا ګوري او په دې نه پوهيژي چې دى لمونځ کوي، او خبرې هم پکې کوي، نو له داسې کس نه چې څومره لمنځونه او روژه قضاء شي د هغو فديه ورکول ضروري دي او که نه؟.
ځواب : تر کومه وخته چې داسې کس په مذکوره کيفيت کې وي او هغه په څه نه پوهيژي تر هغه وخته پورې هغه غير مکلف دى، د شرعي احکاماتو مخاطب نه دى، لمونځ، روژه او نور څه په هغه باندې فرض نه دي، لهذا هيڅ فديه يا قضاء د هغه په ذمه باندې نشته ([1]).
آيا په کعبه شريفه کې د قضائي لمانځه ثواب د سلو لمنځونو برابر دى
پوښتنه : ويل کيژي چې په کعبه شريفه کې د شوي يوه رکعت ثواب د سلو رکعتونو برابر دى، نو که چيرته د قضائي شوي لمانځه يو رکعت په کعبه شريفه کې وکړى شي نو له سلو رکعتونو سره برابريژي؟.
ځواب : د يوه لمانځه ثواب د سلو لمنځونو دى، مګر لمونځ يو دى، له همدې امله يو قضائي لمونځ د سلو لمنځونو قايم مقام نه دى ([2]).
د قضاء عمري اصل نشته
پوښتنه : د رمضان المبارک په اخيرنى جمعه کې قضاء عمري دوولس رکعته په جماعت سره کيژي، د دغه لمانځه کول روا دي او که نه؟.
ځواب : دغه د قضاء عمري لمونځ بې اصله دى او په جماعت سره يې اداء کول ناروا دي ([3]).
د قضاء شويو لمنځونو کول په کور کې غوره دي او که په جومات کې
پوښتنه : د قضائي لمنځونو په کور کې کول غوره دي او که په جومات کې؟
ځواب : که يې ځانته لمونځ قضاء کړى وي نو په کور کې يې قضائي راوړل غوره دي، خو په جومات کې يې په کولو کې هم بديت نشته، ليکن بل چا ته به نه وايي چې ما قضاء لمونځ وکړ، ځکه چې د قضائي لمنځونو په باره کې چا ته څه ويل مکروه دي ([4]).
له نبي کريم صلی الله علیه وسلم لمونځ قضاء شوى دى
پوښتنه : په احاديثو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د لمنځونو قضاء کيدل او بيا د هغو اداء کول ثابت دي او که نه؟.
ځواب : په حديث ليلة التعريس (رواه مسلم) او په حديث غزوه خندق (رواه البخاري) کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لمنځونو قضاء کيدل او قضائي را ګرځول ثابت دي ([5]).
د ماسپښين، ماښام او ماسخوتن د نفلو پر ځاى د قضائي لمنځونو کول
پوښتنه : که يو کس د ماسپښين، ماښام او ماسخوتن مهال د نفلو پر ځاى پخواني قضاء شوي لمنځونه اداء کوي آيا داسې کول صحي دي؟.
ځواب : د نفلو په ځاى د قضاء شويو لمنځونو د اداء کولو عمل صحي او بهتر دى ([6]).
هغه کوم سنت دي چې قضائي راوړل يې هم سنت دي
پوښتنه : هغه کوم سنت دي چې قضائي راوړل يې سنت دي؟
ځواب : د سهار سنت چې سره له فرضو قضاء شي نو له زوال څخه دمخه يې قضائي راوړل سره له فرضو سنت دي او له زوال څخه وروسته يواځې د فرضو قضائي راوړل کيږي!
که چيرته يواځې سنت قضاء کړل شي نو د سنتو قضائي نشته، د لمر له راختلو څخه د مخه يې کول مکروه دي او د لمر له راختلو څخه وروسته يې کول مکروه نه دي خو هغه بيا سنت نه دي، بلکه نفل دي ([7]).
د حيض په ورځو کې د قضاء شويو لمنځونو قضائي را ګرځول لازمي نه دي
پوښتنه : ښځې د حيض او نفاس په ورځو کې لمونځ نکوي، نو آيا د حديث او فقه له مخې د حيض او نفاس په غسل کولو وروسته په ښځه باندې د قضاء شويو لمنځونو قضائي راوړل واجب دي او که ورته معاف دي؟.
ځواب : د حيض او نفاس په ورځو کې چې ښځې کوم لمنځونه پريژدي د هغو قضائي راوړل په ښځو باندې واجب نه دي، بلکې هماغه لمنځونه ورته معاف دي، البته که په همدغه حالت کې روژه پريښودل شي د هغو قضاء واجب دى ([8]).
د ښکار له امله د لمانځه قضاء کول
پوښتنه : په ښکار کولو کې زياتره وخت د لمانځه قضاء کول يا يې په تنګ وخت کې کول څرنګه دي؟.
ځواب : حرام دي ([9]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٠٧، بحواله : سنن ابى داؤد، ج : ١، ص : ٢٥٦، الهندية، ج : ١، ص : ١٥٢، التنوير مع الرد، ج : ٢، ص : ١٠٢، الدر، ج : ٢، ص : ٤٣٢، الهندية، ج : ١، ص : ٢٠٨.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٦٣٥، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢١.
([3]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٨٢، بحواله : الدرالمختار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٣٧.
([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٠.
([5]) فتاوى فريديه، ٢ : ٦٠٠، بحواله : الصحيح المسلم، ج : ١، ص: ٢٣٨، باب قضاء الصلوة الفائتة واستحباب تعجيل قضائها، صحيح البخاري، ج : ٢، ص : ٥٩٠، باب غزوة الخندق وهي الاحزاب کتاب المغازي.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٦٤٧، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٥.
([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥١.
([8]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٨٧، بحواله : الدرالمختار، ج : ١، ص : ٢٩١.
([9]) فتاوى محموديه، ٧ : ٣٨٧، بحواله : تفسير ابن کثير، ج : ٢، ص : ٩١، وکذا في فتح القدير، مسائل متفرقة، ج : ١٠، ٦٥، سنن ابى داؤد، کتاب الضحايا، باب في اتباع الصيد، ج : ٢، ص : ٣٩.
















