د سیاسي شنونکي وحید مژده تر وژنې وروسته د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له دندې استعفا کړې

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
وروسته له هغه چې د هیواد په پلازمینې کابل کې یو شمیر سیاسي شنونکي ټپیان او ووژل شول؛ د ملي امنیت مرستیال ادیب فهیم له خپلې دندې استعفا ورکړه.
نوموړي په خپل استعفالیک کې ویلي چې د شخصي ستونزو له امله نور دغه دندې ته ادامه نه شي ورکولی.
هغه خپله استفعا ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست ته وړاندې کړې ده خو تراوسه یې لاهم د استعفا په اړه ځواب نه دی تر لاسه کړی.
ادیب د ملي امنیت ریاست د هېواد مهم ارګان بللی دی او په دې برخه کې یې د مهمو پرمختګونو ډاډ ورکړی.
فهیم ویلي چې د کاري مودې پر مهال یې د ملي امنیت ریاست پیاوړی شوی او ددغه ریاست کارونه د هېواد له برخلیک سره مستقیمه اړیکه لري.
دا لاهم مالومه نه ده چې نوموړي د دې مرموزو وژنو په غبرګون کې دا اقدام کړی، او که نا نور لاملونه یې د دې سبب شول چې دنده پرېږدي.



