حامد کرزي د وحید مژده پر وژنې خواشيني وښوده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل)
پخوانی ولسمشر “حامد کرزی” وایي، د احمد وحید مژده” وژنه يو جنګي جنایت دی او په وينا يې د زړه له کومې ورباندې خفه دی.
د”حامد کرزي” له دفتر څخه د احمد وحيد مژده د وژنې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بیان ازادي د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه يوه ده او خلګ باید په ټول قوت له دې لاسته راوړنې څخه ننګه او ساتنه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي ” د سیاسي چارو په فعالانو اوکارپوهانو بریدونه کول یو جنګي جنایت دی او افغان اولس په دې تړاو ژوره اندېښنه لري او په دې باور دي، چې امنیتي ادارې د اولس د ازادۍ او د ژوند د ساتلو لپاره دي؛ نه د هغوی د وژلو لپاره.” دپخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه دخپرې شوي اعلاميې په پای کې د ارواښاد “احمد وحید مژده” له کورنۍ سره غمشریکې شوې او تسلیت درانه مراتب ورته وړاندې شوي.
ديادونې وړ ده چې وحید احمد مژده د هیواد سیاسي فعال، لیکوال او د سياسي چارو څيړونکی وو، چې پرون ماښام په کابل کې له خپل کور سره په داسې حال کې د ناڅرګندو وسلوالو له خوا ووژل شو، چې د ماښام له لمانځه وروسته کور ته روان وو.



