خامنه ای: ایران د وروستیو ناکراريو په کابو کولو دامريکا دسيسه ناکامه کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰لړم، ۱۳۹۸ل)
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای ویلي چې په ايران کې وروستي حکومت ضد لاريونونه د خلکو له خوا نه دې ترسره شوي بلکې دا د بهرنيو استخباراتي کړيو کار وو.
دنوموړی په وينا ” دښمنان دې په دې پوه شي چې په هيواد کې د وروستیو رامنځ ته شويو ناکراريو په کابوکولو سره مو امريکايي دوښمن ته له نظامي اوسياسي پلوه ستره ماتې ورکړه او که د الله ج خوښه وه په اقتصادي ډګر کې به يې هم مات کړو.
دخامنه اي په خبره چې په دې وروستیو کې په ایران لګیدلی بندیزونه سخت شوي او ددې بنديزونو دلرې کيدو په اړه هيلې بې ځايه دي خو موږ به دخپل ملت په مرسته دامريکا سره مقابله جاري ساتو.
نوموړی زياته کړی د هیواد د اقتصادي ستونزو د پایته رسولو په خاطر دبنديزونو دلرې کيدو هيلې يوخوب ده خو مهم کار داده چې خپل هیواد ددې بنديزونو څخه خوندي وساتو او دومره يې غښتلی کړو چې هيڅ ډول بنديزونه پرې اثر ونه کړي.



