طالبان: دسولې او اقتصاد انسټیټوټ په خپل راپور سره دامریکا شکست ته توجیهات کوي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو د سولې او اقتصاد انسټیټوټ په وروستي هغه راپور چې طالبان پګې خونړۍ او په اصطلاح ترهګره ډله یاده شوې؛ توند غبرګون ښودلی او دایې دامریکا دشکست توجیهات بللي دي.
طالبان وایي، د سولې او اقتصاد انسټیټوټ تر نامه لاندې دا استرالیایي استخباراتي ډله ده چې له امریکا سره تړلې او په دې توګه غواړي نړیوال ذهنیت تېرباسي او خپله ماتې توجیه کړي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دې انسټیټوټ دا ادعا په کلکو ټکو غندي او زیاتوي، طالبانو هیڅکله هم په قصدي توګه ملکي وګړي نه دي په نښه کړي.
سرچینه کاږي، که چېرته له دې بنسټ سره په رښتیا هم د ملکي خلکو غم وای، نو باید هغه جنایتونه یې سپړلي وای چې هره شپه او ورځ د امریکایي ځواکونو له لوري له ملکي افغانانو سره په بیلابیلو نومونو ترسره کېږي.
د استرالیا په سدني کې د اقتصاد او سولې انسټیټوټ په تازه سروې کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي وو چې په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي.



