سوريه کې د مهاجرو په کمپ راکيټي برید شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل)

په لندن کې ميشت دسوريې دبشري حقونو دڅار د سازمان د معلوماتو له مخې د سوریي په شمالي ولایت “ادلیب” کې د ددولتي ځواکونو او د روسيي متحدینو له خوا يې په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د سوریي د بشري حقونو دڅارونکي سازمان دمعلوماتو له مخې د ولسمشر بشار الاسد د ځواکونو له خوا فیر کړای شوی راکيټونه د «قاه» کلی کې د مهاجرو پر یوه پنډغالي لګیدلی دی.

چې په پايله کې يې د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي دي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
همداراز د روسیي جنګي الوتکو په د”ادلیب” ولایت په “مارت النعمان” ښار چې د سوریي دحکومت ضد وسلوالو په کنترول کې ده برید کړی دی.

دراپورونو په بنسټ چې په دغه برید کې د ۴ ماشومانو په شمول ۶ تنه وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button