ډونالډ ټرمپ: د بندیانو تبادله به د دایمي سولې سبب شي
کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالب او امریکایي مرکچیاتو ترمنځ د زندانیانو وروستۍ تبادله ستایلې او په خبره یې دا به افغانستان کې د سولې د راتګ او اوربند سبب شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه ټوېټ کې په شوې تبادله خوښي ښودلې، او هیله یې څرګنده کړې چې دابه په افغانستان کې روان تاوتریخوالی راکم کړي.
د ټرمپ په خبره دغه تبادله به افغانان سولې ته نږدې کړي او په دغه هېواد کې به د اوربند او اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.
تېره ورځ هم سپینې ماڼۍ د یادو زندانیانو پر خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو ددې هیله شته چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د خبرو له لارې حل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو او د ناټو سرمنشي هم ویلي وو، چې د بندیانو تبادله به د سولې لپاره د باور فضا پياوړې کړي او په دې پروسه کې به د پرمختګ لپاره لا ښه لار پرانیزي.



