طالبانو د تبادلې له شرط سره سم نن لس تنه عسکر سره صلیب ته حواله کړل

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو د هغې موافقې په اساس چې طالبانو په قطر کې له امریکایي استازو سره پرې هوکړه کړې وه، نن ورځ په هلمند ولایت کې لس۱۰ تنه حکومتي افغان سرتیري چې طالبانو یې خلاصون خپل ښه نیت بللی وه، د سره صلیب نړیوالې ادارې ته وسپارل شول.
دغه افغان عسکر چې یو شمیر یې د هملند په چانجیر کې نیول شوي، زیاتره یې د ملي اردو اړوند دي چې له تیرو دریو کلونو را په دې خوا د طالبانو په بند کې ساتل کیدل.
ویل کیږي، یاد بندیان د سره صلیب له خوا افغان حکومت ته سپارل شوي تر څو له هغه ځایه خپلو کورنیو ته واستول شي.
د یادونې وړ ده چې څو شپې وړاندې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه استادان وروسته تر هغه خوشې کړل چې قطر کې د دوی سیاسي دفتر ته درې تنه طالب زندانیان واستول شول.
طالبانو دا اقدام ستایلی، او هرکلی یې کړی وو، دوی هیله ښودلې وه چې دا به د سولې روان بهیر بیا پیل او لا چټک کړي.



