د باګرام ننی بريد او په روانه سوله يې اغېزې!!

غورځنګ
کله چې ټرمپ د تېرو امريکايي انتخاباتو په ترڅ کې واک ته ورسېدۀ نو د افغان جګړې د تېزولو غورې يې ووهلې. خو کله يې چې د خپلو جګړه اييزو ستراتيژيو په خلاف نړيوال، سيمه اييز او د افغانانو غبرګونونه او احساسات وليدل نو سم دم يې د سولې او مذاکراتو لار خپله کړه او د طالبانو قطر دفتر ته يې د خليلزاد په مشرۍ يو سوله اييز پلاوی وټاکۀ او د سولې په باب يې مذاکرات پيل کړل، مذاکرات وغزېدل او ان تر دې چې لسم پړاو ته ورسېدل، د مذاکراتو په ترڅ کې د دواړو لورو په سلا او مشورو د سولې يوه ګډه مسوده چمتو شوه، دغه مسوده چې د دواړو خواوو ګټې پکې په نظر کې نيول شوې وې؛ امريکايي ولسمشر ټرمپ ته د لاسليک لپاره وړاندې شوه، خو ټرمپ په يوه ډېره عادي بهانه چې د يوه امريکايي افسر وژل ؤ؛ د سولې لس مياشتنۍ خبرې لغوه کړې او وې ويل چې طالبانو سره سوله ځکه نه کوو چې تشدد کوي.
لنډه دا چې څه موده پس کله چې ټرمپ په ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی تر څو له خپلو سرتېرو څخه د مننې او شکرانې ورځ په باګرام کې ولمانځي؛ نو ټرمپ خپلو سرتېرو ته وويل چې طالبانو سره بايد يوه هوکړه وشي.
هماغه ؤ چې خليلزاد يو ځل بيا له خپل سوله اييز پلاوي سره قطر ته لاړ او له طالبانو سره يې له هماغۀ ځايه مذاکرات پيل په کوم ځای چې درېدلي وو.
په بيا پيل شويو مذاکراتو کې دا خبرې ډېرې تکرارېدې چې دواړه خواوې په خاص ډول طالبان دې اوربند ته خپلې وفا د ښودلو لپاره په خپلو بريدونو کې کموالی راولي.
مګر نن چې په باګرام هوايي اډه د طالبانو له لوري د مازدا موټر په توسط لووړی موټربم بريد شوی ؤ او بيا له همدغۀ ځايه سرتېري بريدګر ورننوتل او په لسګونو لوړپوړي نظامي امريکايان يې ووژل، او مالي زيانونه يې هم ورواړول.
شنونکي په دې اړه اندېښمن دي چې ټرمپ د يوۀ امريکايي عسکر د وژلو پر اساس تېر لس مياشتني مذاکرات لغوه کړل نو نن چې په باګرام هوايي اډه د طالبانو ډله اييز بريد ترسره شو او په لسګونو لوړپوړي نظامي امريکايي عسکر يې ووژل؛ دا ځل به ټرمپ له روانې سولې سره څۀ ډول برخورد کوي؟؟
ټرمپ چې د سولې د لغوه کېدو وجه يې د يوه عسکر وژل ښودله نو دا ځل چې طالبانو په باګرام کې لسګونه عسکر ورووژل؛ له روانې سولې سره به څۀ وکړي؟؟
د شنونکو په اند د طالبانو ننی بريد به په روانه سوله دوه ډوله اغېز او تاثيرات ولري.
يو دا چې کېدای شي ټرمپ د دې بريد پر اساس يو ځل بيا د لېونتوب سرحد کراس کړي او سوله لغوه اعلان کړي. ځکه که تېر ځل د سولې د لغوه کېدلو اعلان شوی لامل وکتل شي نو ټرمپ څخه د سولې د لغوه کېدو تمه کېږي.
دويم دا چې ټرمپ اوس د طالبانو جنګي وړتيا معلومه کړې او اوس ټرمپ طالبانو ته د يوۀ سيمه اييز ځواک پۀ نظر ګوري. نو ځکه خو د باګرام له ننني بريد څخه دا تمه هم کېږي چې پر ټرمپ نور هم فشار راشي او ژر تر ژره به د سولې مسوده لاسليک کړي.



