رپوټ: افغانستان کې د امريکا ۲۰ کلنې جګړې يونيم لک کسان وژلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د بوسټون انسټیټیوټ او ویټسون پوهنتون یو ګډ رپوټ څرګندوي، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنې جګړې نژدې يونيم لک کسان وژلي دي.

د “شل کاله جګړه” تر عنوان لاندې خپور شوي رپوټ کې په افغانستان، عراق، سوریې او پاکستان کې د امریکا له لوري د پيل شوژ جګړې تلفات په ډاګه شوي دي.

د دې رپوټ په چمتو کېدو کې لع بېلابېلو سرچینو، لکه: د جګړې د تلفاتو په اړه ملګرو ملتونو او د ځینو هېوادونو او نادولتي سازمانونو کلنيو رپوټونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.

د دغه راپور له مخې له ۲۰۰۱ م کال نه تر ۲۰۱۹م پورې افغانستان کې د امريکا له لوري پيل شوې جګړه کې شاوخوا ۳۸۴۸۹ ملکیان او ۵۸۵۹۶ دولتي عسکر وژل شوي دي. رپوټ زياتوي چې په دې موده کې نږدې ۲۵۰۰ امریکايي عسکر وژل شوي دي.

که څه هم د دغو امریکايي بنسټونو په رپوټ کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۴۲۱۰۰ طالبانو د وژل شوي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره په خبرو په دې رپوټ کې د خپلو وژل شويو جنګيالیو شمېر رد کړی دی.

دده په خبره ددې شمېرو په اعلانولو “امریکایان غواړي په دې سره جګړه کې د ملکيانو د وژل کېدو شمېر کم وښيي او په افغانستان کې پر خپلو جنایتونو پرده واچوي.”

د ګډ حکومت چارواکو تر اوسه ددې رپوټ په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو د روان ميلادي کال په پيل کې د کابل ادارې مشر اشرف غني تائید کړې وه، چې دده په څلورکلنه دوره کې نږدې ۴۵زره حکومتي عسکر وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button