جنرال جوزف ووټل: د دې وخت راغلی چې افغان جګړه د مذاکراتو له لارې ختمه کړل شي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۲۱ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جنرال جوزف ووټل له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي، ددې وخت دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

نوموړي ویلي په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ جګړه خورا اوږده شوه نو ددې وخت را رسېدلی دی چې د سولې د خبرو ملاتړ وشي او له سیاسي لارو دغه جګړه ختمه کړل شي.

دده په خبره خلیلزاد همدا اوس له طالبانو سره په خبرو لګیا دی او باید دغه خبرې تقویه کړل شي.

دده په خبره په اتلس کلنه جګړه کې ۱۴۷ زره افغانان وژل شوي نو له همدې امله د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په کار ده چې د امریکا اوږدې او دایمي جګړې د تل لپاره ختمې کړي.

طالب او امریکایي مرکچیان له یوې اوونۍ راهیسې په لسم بړاو مذاکراتو لګیا دي، دواړه خواوې د پرمختګونو خبر ورکوي، فکر کیږي چې ډېر ژر به وروستۍ شوې توافقنامه لاسلیک، او بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button