کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
په پاکستان کې د وسلوالو ډلو د مالي ملاتړ په تور یوې محکمې د لښکر طیبه ډلې بنسټګر “حافظ محمد سعید” او ورسره څلور نور ملګري رسمآ تورن کړل.
“حافظ محمد سعید” د جماعة الدعوة ګوند مشر دی، محکمې ادعا کړې چې نوموړي د یو شمېر خیریه سازمانونو له لارې وسلوالو ډلو ته پېسې او نور امکانات برابرول.
د لاهور په ښار کې د يوې ځانګړې محکمې قاضي د هغه او ملګرو په ضد يې دوسیه واوروله او هغه یې رسمآ د وسلوالو فعالیتونو تمویلوونکی یاد کړ، خو حافظ سعید او څلورو نورو ملګرو یې دا خبره په کلکه رد کړه. خو جماعة الدعوة ګوند لا رسمآ د محکمې د پريکړې په اړه څه نه دي ویلي.
امريکا او هندوستان “حافظ سعید” په تور لست کې شامل کړی دی. په نوموړي تور دی، چې په ۲۰۰۸م کال کې یې دهندوستان د ممبۍښار په هغه خونړي وسلوال برید کې لاس درلود چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول.
نوموړي مخکې تر دې هم څو ځله نیول شوي و خو دا لومړی ځل دی چې په رسمي توګه د محکمې له لوري تورونه پرې لګيږي.
د يادونې وړ ده چې په پاکستان د امريکا فشارونه او د هندوستان د غبرګونونو له امله د حافظ سعید فعالیتونه محدود شوي دي.


















