زابل شهرصفا کې يو نفوذي بريدګر ۷ پولیس وژلي دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د زابل ولایت شهرصفا ولسوالۍ کې يوه نفوذي برید کې اووه پولیس وژل شوي دي، او بريد کوونکي د پوستې ټولې وسلې او مهمات هم ځان سره وړي دي او له طالبانو سره يو ځای شوی دی.
د زابل ولایت د والي ویاند (ګل اسلام سیال) رسنيو ته ويلي دي چې دا پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د ملي پوليسو په یوه امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
شهرصفا ولسوالۍ چې د ختیځ لورته له کندهار ولایت سره په سرحد کې پرته ده، چې د زابل له امنو ولسوالیو څخه بلل کیږي.
که څه هم له دې مخکې طالبانو د دې ډول بريدونو پړه په غاړه اخيستې وه؛ خو د دې پيښې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.



