د خپلو پلرونو تېروتنو باندې وياړي!!

راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري

د تېرو ناخوالو او تېروتنو  بد يادول کله کله  ښه وي تر څو ولس ته تور او سپين معلوم شي:

خبره مې دا کوله چې دا خو يې لومړی نسل دی چې د خپلو پلرونو تېروتنو باندې وياړي، دويم او دريم نسل ته به يې هم د هغوی د نيکونو بد ياد تازه کوو.

نن د جدی شپږمه د تاریخ هغه توره ورځ ده:

چې تېرو ناخوالو او د روانو تورتمونو پيل او همدارنګه د وطن فروشانو (کمونستانو او خلقيانو) د هدف لاسته راوړنې يعنې د سرو لښکرو، د راتلو چې د وطن اصلي بچي به يې هيڅکله هم دا ستر خيانت او جفا ونه بښي؛ يادونه کوم !!!

يو څو پوښتنې کؤم جوابونه يې هغه څوک خپل ضمير ته ورکړئ چې د خپل هيواد د تاريخ په باب (لږه) مطالعه ولري:

۱-اوس چې افغانان په کوم حالت کې دي دا حالت له کوم وخته شروع شو؟ او د اوسني حالت  پيل چا وکړ؟

۲-سردار داود خان د چا په لمسون کودتا وکړه؟

۳-د داودخان حکومت چا ړنګ کړ او چا پرې  کودتا وکړه؟

۴-روسانو ته چا په دروازه کې لاسونه وپړکول او چا ورته وويل چې هلۍ لدې لارې راشئ!؟

۵-دې مظلوم ملت د چا له لاسه کډې په سر کړي؟

۶-ددې مظلوم ملت د يتيمانو، کونډو او معيوبينو قاتلين څوک وو؟

اوس چې کوم حالت پدې هيواد کې راغلی، دا له ازله زمونږ افغانانو په برخه نه و.

بلکې مونږ يو وخت د نړۍ سره د پر مختللو  په حالت کې وو، که څه هم ځينې نيمګړتياوې مو هم  لرلې، خو ژوند مو  ډېر په ارام ؤ.

چا مو دا ارامه زندګي خرابه کړه؟ د چا په اشاره؟ زه وايم اصلي وطن فروشان هماغه وو کومو به چې ځانونه وطن پرستان بلل.

سردار داود خان سره خو علماوو جوړه وکړه، که څه هم تېروتنې يې کړې وې خو وروسته راواوښته او خپل کړه وړه يې سم کړل، دلته يو څوک ؤ چې افغانستان يې د افغانانو لپاره نه غوښت.

خو اصلي وطن فروشان بيا عجب منطق وايي!!

چې داود خان مو ځکه د کورنۍ له لسګونو غړو سره شهيد کړ چې  فلان او فلان سره يې زياتی وکړ او زه وايم د يو شخص لپاره مو دا ملت د څو لسیزو لپاره د هلاکت کندې ته ولې  وغورځاوه؟ خو يوازې داود خان سره به مو کار وای نو نور ملت سر مو څه کار درلود؟

بيا په افغانستان کې چې په مسلمانانو کوم حالات تېر شوي دي او بې حده ظلمونه پرې شوي دي د هيچا نه هم پټ نه دي.

قلم د دې نه عاجز دی چې شرحه ورکړي، اکثر عالمان يې شهيدان کړي، طالب العلمان يې شهيدان کړي، د قام مشران او د حکومت منصب داران چې کمونستان نه وو ټول يې په مختلفو طريقو شهيدان کړي دي، د مکتبونو او پوهنتونونو شاګردان يې شهيدان کړي دي لنډه دا چې  ډېر بې شمېره نارينه، زنانه، بوډاګان او ماشومان يې د بمباريو په ذريعه د خاورو سره خاورې کړي دي.

په افغانستان کې داسې ځمکه نشته چې د مسلمان په وينو ککړه نه وي.

ډېر بې زبانه حيوانات او زنده سر د کمونستانو د بې رحمه بمباريو له امله تباه شوي دي، بې حده ښځې کُنډې شوي دي. بې حده ماشومان يتيمان شوي دي.

ډېر مسلمانان تراوسه پورې ورک او لادرکه دي. د مرګ او ژوند پته يې نشته. په سلو کې ۹۵ پنځه نوي مړه او ۵ پنځه که چېرته ژوندي پاتې وي. ځکه داسې آوازې شته چې روسانو ځېنې محبوسين مسکو ته په کارخانو کې د کار لپاره بيولي دي. والله اعلم وعلمه اتم.

د داسې قسم ورکو او لادرکو محبوسينو ښځې د خپلو خاوندانو په انتظار کې د غمونو او کړاونو سره سره خپلې شپې او ورځې تېروي. د داسې ميندو څخه خپل بچيان خپل پلاران غواړي،خپلو بې پلاره بچيانو ته د ظالمو کمونستانو قصبانو د لاسه به څه مثبت ځواب ورکړي. او ډېرې تازه ناوې بې اولاده د خپلو ورکو خاوندانو په انتظار کې ناستې وی.د افغانستان کلی او قريې ټول لوټې لوټې او کنډوالې ګرځېدلی وی. اکثره ودانۍ او عمارتونه د کمونستانو بمباريو د ځمکې سره هوارې کړې وی او کومې چې چېرته بچ پاتې شوي وي. هغه کمونستانو ظالمانو د دروازو ، لاړو او تيرانو سره خپلو الماري مورچو ته وړي وي. کارېزونه بالکل وچ وه. څاه ګانې د بمباريو په سبب ډکې شوي وي. اوبه پکي نشته. قدم په قدم مئينونه او بمونه خښ وو، بې ګناه او ناخبره مسلمانانو پرې هره ورځ هوا ته الوتل. دا هر څه چې وشول. دا ټول د بې ننګه ، بې ناموسه ، بې غيرته ، بې رحمه ، بې سترګو ، بې مغزه ، ملحدو او وطن فروشه کمونستانو دلاسه وشول او د دې ټولو مظلومانو ګناه دا وه چې الله تعالی فرمايي چې:(وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ)

خپل لېک د کوچی صاحب په شعر لنډوم……..

دې چم ته چا را وکړه دروازه د انقلاب  ؟

را وغځیده شور سره څپه د انقلاب

په وینو چې لا لمانځو سره کیسه د انقلاب

پرون همدغه ورځ وه پیلامه د انقلاب  !!!

               پرون چا بادارۍ باندې نیولي وو  روسان  ؟

               څو تنو بې ضمیرو ته ښاغلي وو روسان  !!

              په خپل سر و،  که نه،  چا رابللي وو روسان ؟

             پرون چې په همدغه ورځ راغلي وو  روسان  !!!

زما د خوار ولس به نه شي هېره،  هغه ورځ  !

خوره په دې مالت وه څومره وېره، هغه ورځ  !

د غم په دیوالونو کې راګېره، هغه ورځ        !

نسلونه به مو یاد ساتي تر ډېره، هغه ورځ    !

         قاتل سره د پلار څوک ځي، په لار د یارانې  ؟!

         ډیر سخت نه دی په ماته خوله اقرار د یارانې؟!

         په وینو شونډو څنګه وي اظهار د یارانې      ؟!

         څوک  څنګه  غځوي چا سره تار د یارانې     ؟!

تر اوسه خو د سور تاړاک کیسه ده، لا په وینو

تر اوسه د زندان هره پنجره ده،  لا په وینو

تر اوسه خو مې سمه او دره ده،  لا په وینو

تر اوسه خو مې رنګ د زړه کوڅه ده، لا په وینو

شیندلې اندامونه وو چاپېره هغه ورځ  !

په کریغو او سلګیو کې شوه تېره هغه ورځ  !

وتلي شهیدان چې و له شمېره هغه ورځ  !

دې ځینو نه اوس څنګه شوله هېره هغه ورځ ؟!

                 چې سره په وینو توره بحیره ده په روسانو

                ژړا کې مُسکۍ شوې سوریه ده په روسانو

               نسکوره نور د خپل غرور کاسه ده په روسانو

               پرون مې یخه شوې بیا سینه ده په روسانو

              پرون مې یخه شوې بیا سینه ده په روسانو  !!!

را ووځې به د شپو له تور غباره سلامت

د امن رنګ به راوړې له بهاره سلامت

د مور د دعا سیوري ته کراره سلامت