په سوریې د اسراییلو برید کې شپږ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۳ل)

د المیادین خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې په پلازمینه “دمشق” د اسراییلي اشغالګرو په هوایي برید کې شپږ تنه وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسراییلو تيره ورځ دمشق کې د سوریې د پوځ پر یوې اډې هوایي بریدونه کړي او ټول وژل شوي د سوریې پوځیان دي. د سوریې دولتي تلویزیون هم د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي. د الومړی ځل نه دی، چې اسراییلي اشغالګر د سوریې نظامي اهداف په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ګڼ شمېر بریدونه تر سره کړي، چې په پایله کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button