کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزیر لوید اوسټین پرون د دې هېواد له شریکانو غوښتي، چې اوکراین ته نور د هوايي مدافعې پاټریوت ډوله توغندي ورکړي. اوکراین څو ځلې د دافع هوا د نورو سیسټمونو غوښتنه کړې وه څو د روسیې د حملو پر وړاندې د خپلو ښارونو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره کار ترې واخلي.اوسټین پرون د استازو جرګې پوځي کمیټې ته وویل چې پنټاګون به له هغو هېوادونو سره چې پاټریوت ډوله سیسټمونه لري، تماسونو ته دوام ورکړي څو اوکراین ته نور پوځي ظرفیتونه ځانګړي شي. د امریکا د دفاع وزیر د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی یاد کړی؛ خو اسپانیا، یونان، جرمني، هالنډ، پولنډ او سویډن د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د پاټریوټ دافع هوا سیسټمونه لري.


















