واشنګتن پوسټ: امریکاپه افغانستان کې میلیاردونه ډالر او زرګونه عسکر د درواغو لپاره قرباني کړل

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۸ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

نامتو امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ یوځل بیا افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو تګلاره ننګولې، او ټولې قربانۍ یې د یو څو درواغو د نفاذ په توګه یادې کړي.

ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي، دې اسنادو ته په کتو په افغانستان کې د ملت جوړونې خبره هم دروغ ده.

دې ورځپاڼې څه موده وړاندې ځینې اسناد خپاره کړل چې له مخې یې جوتېږي امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي دي.

سرچینه کاږي، له دې اوږدې جګړې څخه امریکایان باید نه هېرېدونکي درسونه واخلي.

د سرچینې په خبره، امریکایي مشرانو په افغانستان کې د میلیاردونه ډالرو لګښت ترڅنګ په زرګونه سرتېري هم د خپلو دروغو لپاره قرباني کړي دي.

د راپور پر بنسټ، طالبان لا هم پر نیمایي افغانستان واکمن دي او دا د دې ښکارندویي کوي چې په دې هېواد کې د ملت جوړونې په اړه هم دروغ ویل شوي دي.

 واشنګټن پوسټ د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکي، افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې حاصل روښانه دي او هغه دا چې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د تېرو لاسته راوړنو بربادي له امکانه لري نه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button