کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون غړو رسنیو ته ویلي چې نن په رسمي توګه د شکاياتو د ارزونې بهير پيلو.
د ياد کمېسيون د غړو په خبره تر ټولو ډېر شکایتونه په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار کې ثبت شوي دي. کمیسیون یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی به قوانینو ته په کتو خپلې چارې مخ ته وړي او شفافیت ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون د کمیسیون ویاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې شکایتونه ډېر دي خو وخت کم دی نو له همدې امله ښایي ټاکلې موده کې د شکايتونو د ارزونې بهير بشپړ نشي.

















