کابل ټکى کام (یکشنبه، ۸ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د اوربند په اړه د غربي رسنیو له تودو بحثونو او راپورونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي په دې اړه لا هم د طالب مشرانو ترمنځ خبرې او بحثونه روان دي او په وینا یې همدا چې مسئله نهایي شي طالبان به خپله پرېکړه اعلان کړي.
مجاهد په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ټینګار یې کړی چې د اوربند مسئله تر دې دمه تر بحثونو لاندې ده.
په ورته وخت کې یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو لس ورځني اوربند ته تیاری ښودلی دی او ډېر ژر به دامیرالمؤمنین شیخ هبة الله تر لاسلیک وروسته ددغه اوربند اعلان وکړي.