مصر: سعید بندر او میته ښار کې د ترافیکي پیښو له امله درنده مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۸ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې؛ په مصر کې د دوو جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۲۸ کسان مړه او یوشمېر نور ژوبل شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د خبر پر بنسټ؛ دا پېښې یوه یې په سعید بندر او بله هغه یې د دمیته په ښار کې چې د مصر په شمال کې واقع دي رامنځته شوې دي.
چارواکي وایي، وروسته تر هغه چې په سعید بندر کې د یوې کارخونې د کارکوونکو موټر له ټېلر موټر سره ټکر وکړ څو شیبې وروسته په دمیته سیمه کې د سیلانیانو یو بل موټر له مسافر وړونکي بس سره ټکر شوی دی.
د مصري چارواکو په خبره، ۲۸ تنه ځای پر ځای وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي چې روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.



