کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د خلاصون لارې د شورا مشر او پخواني طالب چارواکی سيد اکبراغا وايي فکر نه کوي چې طالبان دې له امريکايانو سره تر موافقې مخکې اوربند او بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.
نوموړی چې نن يې د مزار شريف په ښار کې د شمالي ولايتونو له ځينو ديني عالمانو سره په يوه ګډه ناسته کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتاوتريخوالي کمېیدو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه د سولې پروسې د پرمختګ په موخه اړتيا ده چې لومړی له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي.
اکبر اغا وايي: زه فکر نه کوم چې طالبان دې له امريکايانو سره تر موافقې وړاندې د کوم اوربند منلو ته غاړه کېږدي.
د خلاصون لارې د شورا مشر په خپلو خبرو کې وويل چې لومړی به په قطر کې د طالب مشرانو او امريکايي لوري ترمنځ د ترسره شويو نهه پړاوونو خبرو پايله د يوې موافقې په توګه لاسلیکېږي او له هغه وروسته به بيا د افغانانو ترمنخ خبرې پيل کېږي

















