شکایاتو کمیسیون: ډېری شکایتونه د څېړنې وړ نه دي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د شکایاتو کمیسیون رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی سره په ثبت شوو شکایتونو کې ډېر یې داسې دي چې د څېړنې وړ نه دي.
ددې کمیسیون ویاند زیاته کړې چې دوی شکایتونه پر ۱۶ کتګوریو ویشلي دي او ډېر یې د رایو د شمېر په اړه دي.
دوی ویلي، یو شمېر شکایتونه په دې اړه دي چې د بایومتریک رایو شمېر د پایلو له پاڼې سره توپیر لري، د ځینو ځانګړو نوماندانو په ګټه رایې ډېرې شوې دي، د ځينو کمې شوې دي.
د کمیسیون له قوله، همدا راز د هغو مرکزونو په اړه هم شکایتونه ورته ثبت شوي چې له کوم دلیل پرته یې رایې باطلې اعلان شوې دي.
داپه داسې حال کې ده چې د اجرایه رئیس په ګډون حکمتیار او نبیل د ټاکنو کمیسیون د حاکم ټیم په ملاتړ تورن کړی وو او په دې اړه یې د زرګونو شکایاتو دثبت خبر ورکړی وو.



