کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
راپورونه وایي، د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په «برج حسني» سیمه کې د غره ښویېدو له امله ۴۰ جريبه ځمکه تخریب شوې او شاوخوا ۱۰۰ د استوګنې کورونه یې له خطر سره مخ کړي.
د دې ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د تیاري رییس صبغت الله سیاس وایي، د یاد غره لمن له تېرو اتو ورځو راهیسې په تدریجي ډول شاوخوا ۱۵۰ متره ښویېدلې ده.
د ده په خبره، یاد غر د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور د ډبرو سکرو کان ته نږدې موقعیت لري او له غره څخه د جلا شوې کتلې پورته او ښکته طرف ته د استوګنې شاوخوا ۱۰۰ کورنه موجود دي.
نوموړي وویل، د غره ښویېدنې تر اوسه د استوګنې کورونه نه دي زیانمن کړي، خو له خطر سره مخ دي؛ ځکه د یادې ښویېدلې کتلې په ۱۰۰ مترۍ کې موقعیت لري او د غره د ډېرې ښویېدنې امکان شته.