په سپيڅلي قرآن کې سپيڅلي ځوانان

حسان مجاهد

که تاریخ ته ښه ځیر شو؛ نو به دا راته جوته شي چې په هره زمانه کې ددعوت او جهاد خلګ، دسترو معرکو اتلان، دباطل پر وړاندې راپورته شوي حقپالونکي انسانان؛ ټول ځوانان و. ددین لپاره ددوي ستړياوي او ستونزي، جهاد او هجرت صبر او تقوا داللهﷻ ډير خوښ شوي دي؛ ځکه يې نو په خپل سپیڅلي کلام کې موږ ته دوي راياد کړي دي ترڅو ددوي نېکي کړنې تر قيامته پورې راتلونکو نسلونو د درس په توګه پاتې شي.

۱_ اللهﷻ وايي: «وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ……إنِّي آمَنْتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ» ژباړه: او دکلي له پايه څخه يو سړی په منډه منډه راغی او ويې ويل: ای زما قومه! د رسولانو اتباع وکړئ، ما ستاسو په رب ايمان راووړ، تاسې زما خبره واورئ! تفسيرونه ليکلي چې د «حبیب» په نامه يو نجار لومړی بت پرست و بیا يې له بت پرستي څخه توبه ويسته او چيرته لري په يو غار کې يې داللهﷻ عبادت پیل کړ، کله چې ورته دخپل قوم له لوري د دوو رسولانو د اذيت او نافرمانۍ خبر ورغی؛ نو په منډه منډه راغی او خپل قوم ته يې پورته کلمې وويلې، دلته الله تعالی د«يَسْعَى» کلمه ذکر کړه چې معنی يې دمنډي ده، يعني له دغه سړي سره دخپل قوم د هلاکت ډيره انديښنه پيدا شوه چې له امله يې په ډيره جذبه سره دوي دحق لوري ته را وبلل.

۲_ الله ﷻ وايي:« وقالَ رجلٌ مؤمنٌ منْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أتقتلونَ رَجُلاً أَن يَقُولَ رَبِّي اللَّهُ » ژباړه: دفرعون له قوم څخه هغه سړي چې نه يې غوښتل خپل ايمان څرګند کړي؛ وویل: آیا تاسې هغه څوک(موسی عليه السلام) وژنئ چې وايي الله ﷻ مي رب دی؟! دغه کس داخبره د هغه ستر ظالم او مغروره سړي (فرعون)په وړاندې کوي چې د خدايي دعوه يې کړې، خو بيا هم د باطل پر وړاندې له چا څخه هيڅ ويره نه لري.

۳_ اللهﷻ دموسی (عليه السلام) ديارانو په اړه وايي «فما امن لموسي الا ذرية من قومه علی خوف من فرعون وملئهم …..»سورة يونس ۸۳ ژباړه: په موسی عليه السلام باندې دده له قوم څخه چا ايمان نه راوړ؛ مګر يو شمېر ځوانانو له دې سره چې له فرعون او دهغه له قوم څخه يې ويره هم درلوده؛ ايمان قبول کړ.

۴_ دکهف زلمیانو چې دخپلې زمانې باطل دين پر واړندې بغاوت کړ؛ اللهﷻ يې په داسې ستاينه موږته راپيژني: « انهم فتية امنوا بربهم وزدنهم هدی» یقیناً دوي ځوانان و، په رب يې ايمان درلود او موږ دوي ته هدايت زيات کړ. ابن کثير ددې آيت په تفسير کې وايې: په اسلامي معاشره کې چې کوم اولياء کرام تير شوي دي؛ اکثره يې ځوانان و.

۵_ کله چې ابراهيم عليه السلام بتان دړې وړې کړو؛ نو مخالفينو يې په هکله وويل: «سمعنا فتی یذکرهم یقال له ابراهیم» ژباړه: موږ ديو ځوان زلمي په اړه چې په ابراهيم (عليه السلام) ياديږي؛ اوريدلي دي چې زموږ بتانو ته به يې بدي سپکې ويلې. دلته دښمن د ابراهیم (علیه السلام) په بهادري اعتراف وکړ او هغه ته يې د ځوان لقب ورکړ او حقیقت هم دادی چی دښمن ديو چا په بهادرۍ اقرار وکړي(الفضل ما شهد به الاعداء).

۶_ اللهﷻ داسماعيل (عليه السلام )په هکله وايي« فلما بلغ معه السعی قال يا بني اني اری في المنام أني اذبحک فانظر ماتری قال يا ابتي افعل ماتؤمر ستجدني ان شاء الله من الصابرين» ژباړه : کله چې اسماعيل له خپل پلار ابراهيم (عليهماالسلام) سره د «سعی» نومي ځای ته ورسيدل؛ نو ابراهيم (عليه السلام) وويل: زویه! زه له څو ورځو راهيسي پر لپسې په خوب کې وینم چې تا حلال کړم! په دې کې ستا نظر او مصلحت څه ده؟ اسماعيل (عليه السلام) وويل: پلاره! هغه څه وکړه چې تاته يې دربﷻ له لوري حکم کيږي او دالله ﷻ په خوښه سره؛ ژر ده چې ته به ما له صبر کوونکو څخه پيداکړې.

۷_ قرانکريم موږ ته ديو بل هغه ځوان کیسه کوي چې ديوې ښايسته ښځې له لوري ورته په غوره پټنځای کې په پوره جذبه سره د جنسي شهوت د پوره کولو وړاندیز وشو او ويې ويل « هيت لک» راوړاندې شه! خو هغه ځوان له دې سره چې دقبلولو ټول اسباب ورته برابر هم و؛ انکار وکړ او ويي ويل:« معاذ الله! انه ربي احسن مثواي انه لايفلح الظالمون» ژباړه: په اللهﷻ پنا غواړم! بې شکه هغه زما رب دی، هغه زما غوره ساتنه کړې ده او هغه ظالمان کسان نه کاميابوي. کله چې يې دښځې غوښتنه ونه منله، نو دهغې له لوري ورته د زنداني کیدو فيصله وشوه، خو پاکلمني ځوان (يوسف عليه السلام) وويل: «رب السجن احب إلی مما يدعونني اليه…..» ژباړه: ربه! بندي خانه مې خوښه ده تر هغه ناوړه عمل (زنا) څخه چې ما دوي وربولي.

د امت ځوانانو! قرآنکريم يوازې ددې لپاره موږ ته کيسې نه کوي چې زموږ مجلس پرې ګرم شي او يو ګړۍ ورته حيران پاتې شو؛ بلکې په هره کيسه کې یې موږ ته لوی درس نغښتی ده، هغه په دې ډول:
_ له مؤمن ځوان سره باید ټول وخت د امت دګمراهۍ او بې لاري توب اندیښنه وي او په خپل ټول وس سره دامت اصلاح او سمې لارې ته رابلل دځان لپاره مسؤلیت وګڼي. لکه د«حبيب نجار» له کيسې نه چې څرګندیږي.
_ مؤمن ځوان بايد دحق په وينا کې له هیچا څخه ویره نه کي احساس او هر چاته په هر وخت کې په ډاګه سپینه خبره وکړي. لکه دفرعون په وړاندې ديو مؤمن وړاندوينه.
_ مؤمن ځوان بايد دحقپالي ټولۍ ملګری وي که څه هم هغه ډیره وړه، له پامه غورځول شوې او دنړيوالو له لخوا له هر ډول ستونزو سره مخ وي؛ ځکه په هره زمانه کې په حق ثابت کسان تر باطل پرستو ډير کم وي. لکه داصحاب کهف زلميان.
_ مؤمن ځوان بايد دخپل وخت باطلو قوانينو په خلاف بغاوت وکړي او هیڅ د اسلام له نظره مخالف قانون ته سر ټيټ نه کړي. ابراهيم عليه السلام که بتان را نسکور کړ؛ مؤمن ځوان باید دنن زمانې ستر بت« ديموکراسي» چې ټول سرونه ورته خم دي؛ دړي وړي کړي او مسلمانان پرې بې باوره کړي.
_ مؤمن ځوان په مال څه چې په ځان هم باید له دینه دفاع وکړي، او خپل سر دالله تعالی په لار کې نذرانه کړي. لکه اسماعيل علیه السلام.
_ مؤمن ځوان باید په پاکلمنۍ او تقوا کې د يوسف(عليه السلام) لاره تعقيب کړي، دکفري نړۍ له خوا چي مؤمن ځوان ته دميډيا له لارې دفحشا کومې دروازې را خلاصې شوې دي؛ دی باید ډیر ترې په ويره او احتیاط کې ژوند وکړي او دهر ډول نفسي خواهش مخالفت وکړي.

Related Articles

Back to top button