
ایټالیا د افغانستان د لرغونو ځایونو د ترمیمولو نیمګړې کارونه بیا پیلوي
ایټالیايي د افغانستان د لرغونو ځایونو د ترمیمولو نیمګړې کارونه بیا پیلوي
کابل ټکی کام(جمعه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۱ل)
ایټالیايي رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی وايي، چې د افغانستان د لرغونو او تاریخي ځایونو د ترمیمولو نیمګړې کارونه بیا پیلوي.
د ایټالیا د کلتوري، تعلیمي او سیاحتي څانګې مسوولې کریستینا منګازي له افغانستان سره د خپل هېواد کلتوري اړیکو ته په اشارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې خپلې نیمګړې کلتوري پروژې بیا پيلوي.
د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اکثرو هېوادونو په افغانستان کې خپلې پروژې نیمګړې پرېښودې خو له تېرو څو مياشتو راهيسې ځينو هېوادونو بيا اعلان وکړ چې خپلې نيمګړې پروژې بېرته فعالوي.



