پاکستان ته نور مه ځئ!

امین وردګ

دا طبعي ده چې ورور به له ورور کره ځي (خو چې ورور وي!).
له هر ګاونډي سره مشترکات حتمي وي ؛ په خوشالۍ کې به یې راغواړې او په غم کې به ورځې (خو چې ګاونډی وي!)
تاسو د شرع شریفې کتابونه وګورئ! د ګاونډیانو تر منځ ځینې موارد او مواد مشترک وي، لکه د اړتیا پر مهال اور، اوبه، خاورې، ډبرې، بوټي او داسې نور…
بعضو علماء کرامو بیا ځینې وسائل هم مشترک غوندې بللي لکه: بېلچه، کولنګ، لور، کیه، سپاره، ځغ، غټ دېګ، غوري، لویه چایجوشه، ګیلایونه، لوی سترخوان او داسې نور…
تاسو به دا مسئله هم له علماء کرامو څخه آورېدلې وي چې وایي: زکات او صدقات تر ټولو وړاندې د قریب حق دی! خو قرابت پر دوه ډوله دی : قریب الدار او قریب النسب.
یعنې یو هغه قریب دی چې کور یې درنږدې وي (یعنې ګاونډی) او بل هغه قریب دی چې په نسب کې درته نږدې وي، لکه خپل – خپلوان (پلار، مور، ورور، وراره، کاکا، د کاکا زوی او…)
نو که د یو چا ورور، خور، یا…مسکینان وو، مګر په بل کلي کې یې ژوند کولو او ګاونډی یې بیخي خپل نه ؤ خو مسکین او مستحق ؤ؛ نو دی حق نه لري چې زکات له کلي وباسي او نسبي اقاربو ته یې ولیږي، بلکې همغه بعید النسب ګاونډي ته به یې ورکوي، که څه هم چې خبرې یې ورسره قطع شوې وي (چې بدبختانه دغه بدمرغه دود نن سبا زموږ په هېواد کې بیخي عام شوی ؛ چې تخمیناً هر سړی له ګاونډي څخه سر ټکوي او…).
ګاونډی دنیادنیا حقوق لري! خو موږ به پر همدغو اکتفا وکړو او رابه شو اصل مطلب ته.
زموږ ګاونډیان خو هم ښه ډېر دي ماشاءالله، مګر خیر یې نه رارسیږي؛ ځینې خو مو آن وینو ته لا ناست دي او له خدایه همدا غواړي چې موږ تل دوی ته اړ وو او هېڅکله هم پر پښو لا و نه دریږو، حرکت خو څه کوې.
زه به یې په زغرده ووایم چې؛ پاکستان موږ تل تر خوږ ګوته نیولي یو، نیسي مو او همېشه په شاتو کې زهر راکوي.
موږ په دوستۍ کې وهي او د یوه باوجدانه او زړه سواندي ګاونډي په توګه تعامل نه راسره کوي.
موږ د دوی دا احسان منو چې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال یې ځای راکړی ، مګر د (سب سی پهلی پاکستان) تر شعار لاندې.
دوی چې هر کار کوي د بسم الله پر ځای همدغه شعار کاروي.
پر موږ د پخواني یرغل پر مهال به زموږ له اموالو او وسلو څخه دری برخې دوی خپله اخیستې او یوه به یې موږ ته راکوله، هغه هم کنډه کپره.
کله چې موږ بریالي شوو او دوی مو هم د شوروي له تاړاک څخه وساتل، نو بیا یې غدر راسره وکړ او بلها داسې نظامي حرکتونه یې راته جوړ کړل، چې هم یې زموږ وحدت داسې منحل کړ چې اوس لا هم افغانان په همغه خوګلن کې ګبابیږي، هم یې زموږ هغه تاریخي ویاړ او مقتدرانه موقف له خاورو سره خاورې کړ او هم مو یې هېواد را ویجاړ کړ.
په هر حال… ګیلې ډېرې دي، خو سړی باید له هر چا هم ګیله و نه کړي! مګر ما صرف د هغو خلکو لپاره ګیله وکړه چې موږ په انسانیت ورته قائل یو او احسانات یې منو، چې هغه د پاکستان خواخوږی ملت، باوجدانه شخصیتونه او د پاکستان ځینې با احساسه علماء او عام خلک دي.
اوس چې موږ یو ځل بیا له ځینو صحي، اقتصادي او دیپلوماتیکو ستونزو سره مخ شوي او دوی ته یوڅه اړ شوي یو، نو دوی (بیا هم د پخوا په توګه) رحم نه راباندې کوي او چې څه ډول مو بې عزته کولای شي صرفه نه کوي.
هر با وجدانه کس په خپل حریم کې د مېلمانه درناوی کوي! خو دوی بیا داسې نه دي.
د هر چا دروازې ته چې سړی ورشي دروند استقبال یې کوي، خو دوی داسې نه دي.
هېڅوک هم په خپل کور کې پر چا لاس نه پورته کوي، خو دوی داسې نه دي.
د هر چا کور ته چې مریض ورولې (خصوصاً تورسرې بي بي) احترام او عزت یې کوي، خو دوی داسې نه دي.
په هر حال… موږ باید هېڅکله هم پاکستانۍ بسم لا (سب سی پهلی پاکستان) له یاده و نه غورځوو !!! زما کلک یقین دی چې په دوی کې ځینې یې د دغه شعار له پاره- له خپل عزت څخه هم تېریږي وار خو لا زموږ د عزت شو.
خبرې ډېرې دي خو د کار خبره بیا دا ده چې: نور نو که موږ د خپل عزت غمه په خپله و نه خورو، بل څوک مو پروا نه لري او نه هم مناسبه ده؛ بلکې لا پسې بې عزته کیږو او شرمیږو.
باید څه وکړو؟
موږ جنګ نه غواړو او نه یې طرفدار یو، خو حاکم نظام ته لمنې غوړوو او دا وعده ورکوو چې سپوره ډوډۍ راکړه قناعت پرې کوو ، هر رسمي کس مو د دوو میاشتو معاش درکوي او ټول په ټینګه درسره دریږو هم ، خو تاسو په افغانستان کې یوه قوي معیاري شفاخانه جوړه کړئ! ځکه چې زموږ تر ټولو لویه ستونزه د طبي امکاناتو نشتون دی.
هر څه سړی زغملای شي؛ خو د فامیلي غړو لوږه او دا چې مریض وي او خوارې سترګې در اړوې- زغم او تحمل یې سخت دی.
موږ باید تر ټولو مخکې د یوه لوی مرضتون غمه وخورو، بیا به په تجاري اړیکو کې حدود ورسره ټاکو.
خو که وخت یاري وکړه، کار مو اهل کارو ته وسپارلو او بیا سره ټوټه نشوو -نو پاتې نور… حسابونه به هم ورسره کوو ان شاءالله.
مګر اوس مې له ټولو افغانانو څخه هیله او تمنا دا ده چې؛ د خدای خاطر وکړئ! نور د ددغه ګاونډي کره مه ورځئ! دا ګاونډی د مېلمانه په قدر نه پوهېږي.
میندې، خویندې، لوړې او دغه مجاهدې او پتمنې بیبیانې مو هلته مه درسره بیایئ.
د مریضانو مرګ مو دلته (په عزت کې) تر هغه ښه دی، چې د دوی کره د بې عزتۍ په قیمت صحت ومومي.

ټول د یوې لویې (#شفاخانې) د جوړولو هشټاګ و کاروئ او ترېنډ یې کړئ چې مشران مو جدي اقدام وکړي.
جنګ او جګړه د حل لاره نه ده! موږ که خپل عزت ساتو او پرې خفه کیږو، نو باید په خپل کور او خپل هېواد کې د خپلو تورسرو حفاظت او مراقبت وکړو، نه دا چې د نامرده او غدار ګاونډي کره یې ولېږو او هلته یې دروند شأن تحقیر شي.
دا ګاونډی مېړه نه دی، د ګاونډیتوب په ارزښت نه پوهیږي او په راشه درشه نه ارزي؛ نو هیله کوم کور ته یې مه ورځئ او مړي ژوندي مه ورسره پالئ.

Related Articles

Back to top button