پکتيا: ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د جګړې له امله شاوخوا دوه نيم زره کورنۍ بې ځايه شوي

کابل ټکی کام(دوشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې ، د پکتيا ولايت په ډنډ پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د جګړې له امله شاوخوا دوه نيم زره کورنۍ بې ځايه شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د پکتيا د ډنډه پټان ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان پر سرحد د افغانستان د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو او پاکستاني فوځيانو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، له دواړو خواو درنې وسلې کارول شوي او د پاکستاني ځواکونو د هاوان پر ګوليو د دوي کلي او کورونه لګيدلي دي.

د ځايي خلکو په وينا، پر سرحد ميشت کليو شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي او په بد وضعيت کې دي.

  دا نښته پرون يکشنبه تر ناوخته روانه وه، خو تر اوسه پکې د اوښتو تلفاتو کره ارقام نه دي رسنيز شوي.

تر دې دمه نه ده معلومه چې جګړه د څه له امله رامنځته شوې او چارواکو هم تر اوسه معلومات نه دي ورکړي‌.

Related Articles

Back to top button