دوشنبه, اکتوبر 27, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مرکه

‏مجاهد: ځينې لوی هيوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله نه په خپله له موږ سره تعامل ته تيار دي او نه نور پرېږدي

نن په هيواد کې اشغال، جګړه او سياسي بندي نه لرو، خو امنيت، خپلواکي او پر ننګونو د بري لاس لرو

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 19, 2023
کټګوریانې: مرکه, مهم
0
31
ځلې شریک شوی
390
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان د اسلامي امارت له وياند مولوي ذبيح الله ((مجاهد)) سره د هيواد ورځپاڼې ځانګړې مرکه

هيواد: د افغانستان د اسلامي امارت وياند محترم ذبيح الله مجاهد ! ډېره زياته مننه، چې له زياتو بوختياوو سره سره مو موږ ته د مرکې لپاره وخت راکړ.
مجاهد: له تاسو هم مننه چې د هيواد ملي ورځپاڼې لپاره له ماسره مرکه کوئ.
_ پوښنته: پيل به له دې ځايه وکړو: شاوخوا يو نيم کال وشو چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، په هيواد کې بشپړ امنيت راغلی، مرکزي نظام جوړ شوی او په هيواد کې بهرني ځواکونه نشته، خو بيا هم ځينې رسنۍ او په اصطلاح ځينې کارپوهان د افغانستان وضعيت ښه نه انځوروي ، په بېلابېلو برخو کې پر اسلامي امارت نيوکې کوي او تشويشونه ايجادوي. تاسې په تېر يو نيم کال کې د افغانستان وضعيت څرنګه ارزوئ؟
ــ ځواب: هر بدلون او نظام چې نوی حاکم شي، تر يوې مودې به ستونزې او مشکلات تجربه کوي، ځينې مهم کارونه به لا نه وي شوي او يا به امکانات نه وي ورته برابر شوي، خو دا هيڅکله په دې معنا نه ده چې ګنې ټول کارونه ، نه دي شوي، موږ بايد يوازې د ګيلاس تش اړخ ته ونه ګورو، بلکې ډک اړخ ته يې هم بايد توجه وکړو.
دا چې نن ورځ په هيواد کې جګړه نه لرو او په ورځ کې له سلو تر دوه سوه افغانان نه وژل کېږي لويه لاس ته راوړنه ده، داچې له ستر اشغال څخه مو هيواد خلاص دی، ستره بريا ده، داچې په هيواد کې امنيت تر ډيره تامين ده، لويه خبره ده، دا چې په ټول هيواد کې هيڅ سياسي بندي نه لرو، غټه لاس ته راوړنه ده، داچې په ټولو اقتصادي عرصو کې تحرک منځته راغلی او په افغاني امکاناتو په تجارت، صنعت، معادنو او نفتو کې پرمختګونه تر سترګو کېږي، ښه پرمختګ دی، داچې له وچکالۍ، کرونايي شرائطو، مصيبتونو، زلزلو، سېلابونو او نورو سختو آفتونو سره سره بيا هم حالات کابو دي او د امارت له خوا ټولو برخو ته تر وسه وسه رسيدګي شوې، دا لوی کار دي او داچې د افغانۍ پولي ارزښت ساتل شوی، نرخونه کنترول دي او په بازارونو کې د توکو او موادو د کمښت مخه نيول شوې، زه فکر کوم لوی ګام دی؛ البته د تېرو ۴۴ کلونو جګړې له امله ستر اقتصادي مشکلات، يا په ځينو تعليمي برخو کې ستونزې او يا دې ته ورته ځينې مسائل چې امارت يې د حل په لټه کې دی، زه فکر کوم پر هغو برخو استدلال کول او وضعيت ناسم ښودل انصاف نه دی.
په دغسې حالاتو کې د رسنيو او ځينو کارپوهانو له خوا ناسم انځور ورکول او تشويشونه ايجادول بې ګټې دي، زما غوښتنه داده چې بايد ټول اړخونه، ټول مشکلات او ټول امکانات په نظر کې ونيول شي بيا قضاوت وشي.
_پوښتنه: له نړۍ سره د تعامل او رسميت پيژندنې برخه کې پر اسلامي امارت نيوکې کيږي، چې ديو نيم کال له تېرېدو وروسته بيا هم له نړۍ سره يو تفاهم ته نه دي رسيدلي، په ځانګړي ډول له اسلامي هيوادونو سره هم تر اوسه مشترکه ژبه نه ده پيدا شوې، تاسې يې که لوستونکو ته وضاحت ورکړئ، چې د نه رسميت پېژندلواصلي عوامل څه دي؟
ــ ځواب: له نړۍ او هيوادونو سره تعامل دوه طرفه لاره ده، له يو طرف څخه په دې عرصه کې پرمختګ ناممکن دی، موږ نړۍ ته وخت په وخت ډاډ ورکړی، تشويشونه مو ورته رفع کړي، په مکرر ډول مو پيغام ورکړی، چې اسلامي امارت هر ډول مثبت او مشروع تعامل ته حاضر دی او دا چې هيوادونه بايد د افغانستان په داخلي مسائلو کې مداخله ونه کړي؛ بلکې خپلې ستونزې له موږ سره په تفاهم کې حل کړي، خو متاسفانه چې زموږ غږ ته چا ډير غوږ نه دی نيولی او د رسميت پيژندلو موضوع ځنډيدلې ده.
د افغانستان اسلامي امارت اوس هم تيار دی چې له ټولو هيوادونو، خصوصاً له اسلامي هيوادونو سره ښه او مثبت تعامل ولري؛ مګر متاسفانه داسې ښکاري چې ځينې لوی هيوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله پخپله هم له موږ سره تعامل ته نه دي تيار شوي او نور هيوادونه هم منع کوي.
_پوښتنه: په اقتصادي برخه کې ستونزو ته ګوته نېول کيږي، مثلا وايي د بې روزګارۍ په کچه کې زياتوالی راغلی، لوستي او مسلکي کادرونه د کاري فرصتونو د نشتون له وجې له هيواد څخه وځي، تاسې يې په هکله لوستونکو ته څه ځواب وايئ؟
ــ ځواب: ما مخکې وويل چې زموږ هيواد اقتصادي ستونزې لري، خو علت يې هم معلوم دی، په هر هيواد کې چې ۴۴ کاله جنګ تېر شي، دوه ځلې تر اشغال لاندې راشي او ټوله انرژي يې يا د ازادۍ په ګټلو کې مصرف شي او يا د اشغالګرو له خوا تالا او ترغه شي، هغوی به له همداسې حالت سره مخ وي، موږ هم له لويو قاعدو څخه نشو مستثنی کيدلی، خو بيا هم زموږ اقتصادي حالت د کابو کېدو په طرف روان دی، الحمدلله هيواد مو له چا يوه افغانۍ هم قرضدار نه دی، د کانونو د استخراج لپاره پراخه ساحه لرو، د تجارت او ترانزيټ لپاره ښه جغرافيه لرو، د هيوادونو ترمنځ د اقتصادي اتصال ښه نقطه کيدلی شو، دا لويه خبره ده او زه فکر کوم که له بهرنيو مداخلو او لاسوهنو سره مخ نشو، په نږدې راتلونکي کې به له اقتصادي ستونزو څخه را وځو، ان شاءالله
_پوښتنه: د زده کړو موضوع هم ډېره کښته پورته شوه، نجونو ته نه يوازې د ثانوي زده کړو لپاره تر اوسه يو مناسب سيستم نه دی جوړ شوی، بلکې تر امرثاني پورې يې د لوړو زده کړو پر مخ هم د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، د ملت د يوې لويې برخې غبرګونونه او نظرونه به حتماً تاسې اورېدلي او تعقيب کړي وي، د دې لپاره چې د ملت اندېښنې ختمې شي، که تاسې يې په هکله وضاحت مناسب ګڼئ، هيواد ورځپاڼه مو په خدمت کې ده؟
ــ ځواب: د زدکړو موضوع مهمه ده، امارت هم د زدکړو له بهير څخه انکار نه دی کړی، بلکې د اصلاحاتو خبره يې کړې، داچې ويل کيږي تر امرثاني پورې به بند وي، معنا يې داده چې د امارت اړوند ارګانونه يې د حل په لټه کې دي، زه اميد لرم چې دا مشکل به حل شي. ان شاءالله
_پوښتنه: د اساسي قانون يا ملي وثيقې د نشتوالي له امله هم پر اسلامي امارت نيوکې کېږي، په دې برخه کې د اسلامي امارت دريځ او پاليسي څه ده؟
ــ ځواب: اساسی قانون او نور قوانين د مملکتونو لپاره مهم دي، اسلامي امارت هم د يو نظام په شکل اړ دی چې خپل ټول اجراءات او کړه وړه تر قانون او قاعدې لاندې راولي، که نن ورځ د ځينو معاذيرو له امله دې کار ته زمينه نه وي مساعده، په راتلونکې کې به دا کار وشي، هيله لرو چې د وخت په تېرېدو سره به هرڅه سم شي.
پوښتنه: د پرمختيايي پروژو، مثلاً د قوشتېپې د ستر کانال، په بېلابېلو سيمو کې د کابل کندهار د لويې لارې د جوړيدو او نورو پروژو کارونه تر کومه ځايه رسېدلي؟
ــ ځواب: د افغانستان اسلامي امارت خپله هڅه کوي چې ټولې اقتصادي برنامې او پروژې په ښه ډول عملي شي، د قوشتيپې کانال کارونه ديرش سلنه پرمخ تللي دي، له پنځو زرو ډير افغانان مخامخ هلته په کار بوخت دي، تر ۳۲۰۰ ماشينري په خدمت ګمارل شوې ده، د ۱۰۸ کيلومتره کانال کار نږدې په بشپړيدو دی، همدا ډول په شمال کې د آمو دريا د نفتو ستره پروژه پيل شوې او په نږدې راتلونکې کې به هيواد له نفتي پلوه پر ځان بسيا کړي، په ورځ کې به شل زره ټنه نفت تصفيه کېږي، زرګونه خلک به هلته په کار بوختېږي او د هيواد پر اقتصادي وضعيت به خورا ښه او مثبت اثر وکړي.
ورسره د هيواد ټولې لويې لارې به ان شاءالله د برنامو په طرحه کولو سره پخې شي، کومې لارې چې کار پرې روان دی د هغو کارونه به چټک کړای شي، ورسره به له بلخ څخه تر تورخم پورې د وسپنې پټلۍ وغځېږي، همدا ډول په نيمروز ولايت کې به راتلونکی پسرلی تر دوه نيم لکه جريبه ځمکه کښت ته برابره شي، چې دا ټول کارونه به زموږ د هيواد اقتصاد ښه کړي. ان شاءالله
_پوښتنه: هيواد ورځپاڼه مننه کوي چې له دومره ډېرو مصروفيتونو سره مو وخت راکړ او په پای کې که هيوادوالو ته څه پيغام لرئ، ورځپاڼه مو په خدمت کې ده.
_ځواب: له تاسو څخه هم مننه کوو چې موږ ته مو د مرکې لپاره وخت راکړ او پيغام مو ځوانانو او هيوادوالو ته دا دی، چې د اوسني حالت د ثبات لپاره بايد هلې ځلې وشي، د افغانستان تېر ۴۳ يا ۴۴ کاله ټول د جګړو په حالت کې تېر شوي او هغه جنګونه د هېچا لپاره ګټور نه وو، اشغالونه وو، ظلمونه وو او وحشتونه شوي او د هغو په مقابله کې هم ډيرې سترې قربانۍ ورکړل شوې دي، هر کور ځوريدلی او رنځيدلی دی. اوس چې امن دی، ثبات راغلی دی، اشغال نشته، يو واحد نظام او اسلامي حکومت قائم دی، دا موجود حالت د هيواد لپاره په مراتبو ګټور دی، اقتصادي او ځينې نور مشکلات به وي، خو د هغو لپاره د حل لارې پيداکېږي او د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې هم اقتصاد ښه شي ، هم پر خپلو منابعو اتکاء پيدا شي، هم زموږ معادن استخراج شي او ګټه ورڅخه واخيستل شي، امنيت او ثبات به دوامدار شي او يوه اسلامي، باثباته او ښه ټولنه به ولرو ، د دې څه لپاره د افغانستان خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي او ډېر زيات زحمتونه يې ګاللي دي. اوس چې زمينه مساعده شوې ده، نو ټول هلې ځلې کوو چې يو آباد او پر مختللی هيواد ولرو دا هڅې بايد هماهنګې شي او پر دې حالت شکر و اېستل شي او کومې ستونزې چې وي د هغو د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړو او ځينې هغه کړۍ چې د دې حالت اخلالول غواړي او يا نه غواړي چې په افغانستان کې ثبات ټينګ وي ، په بېلابېلو نومونو او عنوانونو بې ثباتۍ او بې باورۍ ته لمن وهي، د هغوی په وړاندې بايد ټول ودريږو. موږ او ټول هيوادوال د خپل کور د ارامۍ او د يو پياوړي اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند تيرولو ته اړتيا لرو او بايد په ګډه دې هدف ته د رسېدلو لپاره کار وکړو.
په ځانګړي ډول په دې برخه کې ځوانان ډېر مسئوليت لري، چې د راتلونکي لپاره ډيرې هڅې وکړي، د هيواد د آبادۍ او پرمختګ فکر ورسره وي. اتفاق ، اتحاد او د قومونو ترمنځ يووالي ته ډېره اړتيا ده، اسلامي امارت هم خپله پوره هڅه کوي، چې هيواد يو موټی پاتې وي او هيوادوال په اتفاق او اتحاد کې ژوند وکړي او ټولې هغه ترخې تجربې چې په تېرو ۴۴ کلونو کې يې نتيجه نه ده ورکړې، بيا تکرار نشي.

دا هم ولولئ

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

مجاهد: ځينې لوی هيوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله نه په خپله له موږ سره تعامل ته تيار دي او نه نور پرېږدي
نن په هيواد کې اشغال، جګړه او سياسي بندي نه لرو، خو امنيت، خپلواکي او پر ننګونو د بري لاس لروhttps://t.co/FPAmcuYA8j pic.twitter.com/0tZeaj3XKW

— هیواد ورځپاڼه/ Hewad Daily (@dailyhewad) January 19, 2023

لوی ټکي: افغانستانطالبانمجاهدهیواد ورځپاڼه مرکه
مخکینې مطلب

د بډایو ډوډۍ هر ځای پخه وي

بل مطلب

خلیلزاد: له فغانستانه د اشرف غني تيښته لامل شوه چې سیاسي حل او د واک ویش ته رسیدل ناممکن شي

ځانګړي مطالب

خبرونه

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
خبرونه

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
خبرونه

حماس: د فلسطیني مقاومت سره د حزب‌الله او یمن همکاري به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2025

وروستي

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 27, 2025
0

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 27, 2025
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 26, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • په غزني کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ډونالډ ټرمپ: ژر به غزې ته نړيوال سوله‌ساتي ځواک واستول شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یدعوت احرونوت: د ټرمپ د پلان دوهم پړاو کې به ترکي ځواکونه غزې ته ننوځي

په لومړي ځل د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې ډېزل تېل افغانستان ته وارد شول

سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ نښتې شوي

وينزويلا: د امريکا پوځي تمرينونه د جګړې د پيلولو هڅه ده؛ امريکايي سناتور وايي د حملې امکان زيات شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اوبو او سرحدي همکاریو د بحث لپاره کابل ته راغلی

افغان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته بحثونو وروسته خپله نهايي مسوده پاکستاني لوړي ته سپارلې 

خلیل الحیه:د غزې ټول اداري او امنیتي واکونه به د ادارې کمېټې ته وسپارو، پر نړیوالو ځواکونو توافق شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com