خلیلزاد: له فغانستانه د اشرف غني تيښته لامل شوه چې سیاسي حل او د واک ویش ته رسیدل ناممکن شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او د قطر په پلازمېنه دوحه کې طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشر “زلمي خلیلزاد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له فغانستان څخه د اشرف غني تيښته لامل شوه چې سیاسي حل او د واک ویش ته رسیدل ناممکن شي.

ښاغلي خلیلزاد له «اکسیوس» سره په خپله تازه مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه له افغانستانه د اشرف غني ناڅاپه تیښته د دې لامل شوه چې سیاسي حل او د واک ویش ته رسیدل ناممکن شي.

‏د افغان سولې لپاره د امریکا دغه پخواني استازي او لوړ پوړی ديپلومات دا هم ویلي چې ده غوښتل سیاسي حل ته تر رسیدو امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي خو ولسمشر “بايډن” باور ندرلود چې د دوحې د سولې خبرې به کومه مثبته نتیجه ورکړي.

Related Articles

Back to top button