د بډایو ډوډۍ هر ځای پخه وي

امین وردګ
بډایان چې ځینې یې سرمایه داران او پیسه داران هم بولي – هر ځای او په هر وخت کې یې میره وي.
له حاکم سره د ده ملګري وي، له ملک سره دی جوړ وي، د جومات امام پر ده ولاړ وي، پیران ده ته دعاګانې کوي ، له قاضي سره د ده اړیکې وي؛ خو لنډه یې دا چې ((غوړ پر غوړیو اوري قروت پر جیواریو)) موږ مسلمانان په ظاهره امپریالیستي غندو، مګر په باطن کې مو ډېر حاکمان او تش په نوم پیران او عالمان د امپریالیستۍ په مرض اخته شوي دي.
چې هر نظام راشي د بډای پکې میره وي، مقام او منزلت ته یې ټکی زیان هم نه رسیږي؛ ځکه خو ځینې ملامت نه دي چې وایي: (که پیسې ولرې نو تۀ به هر څه لرې او چې پیسې و نه لرې، نو هېڅ هم نشته درسره) تاسو یو ځل تېر تاریخ ته ځغلند نظر وکړئ او بیا دا بډایان پکې په نښه کړئ؛ و به ګورئ چې دوی په تېر دور کې څومره عزیز وو! خو اوس هم همغسې عزیزان دي، مګر
غریبان هلته هم ځورېدلي او اوس هم ځوریږي.
کومو تاجرانو چې د اشغال پر مهال د امریکایانو لوژیستیکي مواد قرارداد کړي وو اوس هم همغه خرک او همغه درک دی.
چا به چې امریکایانو ته له حیرتانو بندر څخه د افغانستان ګوټ ګوټ ته تېل او مرمۍ رسوول هغوی ټولو په کابل کې مارکېټونه او صنعتي پارکونه یا سترې کارخانې جوړې کړې؛ خو دوی ته په هغۀ وخت کې هم چا سوڼ نشوی وهلی او اوس هم.
زموږ ټولو ښۀ په یاد دي! چې کله به د هغوی کوم شخصي موټر ونیول شو، نو ژر به په پرلپسې توګه د مشرانو له خوا تلیفونونه را چالان شول، چې هلئ ژر دغۀ موټر خوشې کړئ! ځکه چې دا شخصي دی! ستړي مجاهد به چاره نه لرله، که به یې کوم دلیل وړاندې کړ نو په بې اطاعتۍ او سرکشۍ به یې تورن او له دندې به یې پسې ګوښه هم کړ.
له دندې ګوښه کوول یې هم په هر حال…تلیفون به یې کشف شو او سبا به ډرون ګذار هم پرې کړی ؤ، خو مشر ته به هېڅ خطر نه رسېدو ، نه تر آخره ډرون وویشت او نه یې هم تلیفون کشف شو.
نن هم همغه خلک دي چې زموږ ځینې مشران یې تر احساناتو لاندې کړي ؛ یا نقدې پیسې ورکوي، یا یې په کاربار کې ورسره شریکان کړي او یا یې کورنۍ او ملګرو ته تیار خوراکونه ورلیږي؛ یوۀ نیم یې بیا ځینو مشرانو ته شخصي کورونه هم ورکړي دي چې پرته له کرایو پکې اوسیږي.
دا ضرب المثل ریښتیا دی چې وایي: ((د غریب غاښونه په حلوا کې وتلي وي)) نن هغه د سنګرونو خړ پړ مجاهدین همغسې خوار زار ګرځي لکه پخوا به چې وو، حتی تر هغۀ یې حالت بدتر شوی خو سم شوی نه دی، مګر د بډایو زامن همغسې تر تازه دي.
که کومې دولتي ادارې ته ورشې او غواړې چې د هغې ادارې له مشر سره وګورې، نو سکرتر صېب یې نېغ درته و دریږي؛ چې ګني فلان صاحب مجلس لري، مګر چې بډای ورشي دقیقه انتظار لا نه کاږي او سیده ور روان وي.
په زیاتره ادارو کې معاونین او سکرتران همغه خلک دي چې شل کاله یې د مجاهدینو وینې وڅښلې، خو نن همدغو مشرانو پر موږ حاکمان کړي، دوی ته ټیټال او چاپلوسي کوي، مګر زموږ یې د زړونو وینې را وچې کړې دي.
هو ریښتیا! ځینې مشران ملامت نه دي؛ ځکه چې سختۍ یې نه دي لیدلې، له همدې امله د مجاهد قدر نشته ورسره، خو د بډای بوټونه لا ورته سموي.
ځینې مشران مو بیا داسې پاک پاک او سپین سپین دي، فقط ته وا په ټول عمر یې لمر نه دی لیدلی، سنګر خو لا څه کوې ! قسم پر الله کوم چې ځینو خو دا شل کلونه په داسې آرامو ځایو کې تېر کړي، چې یوه ورځ یې هم ځور او درد نه دی حس کړی، نه یې سنګر لیدلی او نه چاپه، نه بندي شوی او نه یې د کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړی؛ خو اوس پر همغې څوکۍ ناست دی چې د نورو په پاکو وینو ګټل شوې ده.
زه نه غواړم چې د خلکو نظر د پیسو خوا ته واړوم او له امپریالیستي اډیالوژۍ سره یې مینه پیدا کړم، خو دا یو حقیقت دی چې زموږ په ټولنه کې دغه مرض زیات شوی، ځکه خو ډېری د بډایانو پر لاسونو ور پرېوزي.
زموږ خواږۀ پیغمبر (صل الله علیه و آله و سلم) فقر د ځان فخر بللی، نو اوس هم که په یو چا فقر ورشي او دی د ریښتیني ایمان خاوند وي، نو خامخا به یې فخر وګڼي.



