افغان حکومت: تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د ازبکستان برېښنا بيا ځلې وصل شي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل):
افغان حکومتي چارواکي وايي ، چې ازبکستان حکومت بيا ځلې افغانستان ته د برېښنا انتقالولو ډاډ ورکړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د برېښنا د بيا وصلولو پر موضوع يې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړي دي.
بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوی، چې په نږدې ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته ۲۵۰ میګاواټه برېښنا بيا انتقال شي.
له تېرو شاوخوا دوو اوونیو راهيسې د کابل په ګډون د يو شمېر ولايتونو د ازبکستان څخه راغلې توليدي برېښنا د ځينو مشکلاتو له امله پرې شوې ده.