خوست: د قرآن کريم د سوځولو په غبرګون د زرګونه کسانو له لوري قهرجنه مظاهره روانه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل):

‏د خوست اوسېدونکو په سوېډن کې د قرآنکریم د سوځول کېدو او ورته د بې حرمتي په غبرګون کې لاریون پيل کړی دی. دغه لاریون چې نن له غرمې وروسته پيل شوی پکې زرګونه قهرجنو کسانو کډون کړی دی.

 لاریون کوونکي ( قرآن ته سپکاوی، اسلام ته سپکاوی دی) شعارونه له ځانه سره لیږدوي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ريئس شبير احمد عثماني ليکلي، چې د خوست اطلاعاتو فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت لخوا قرآن سره د محبت په څرګندولو په حافظانو د قرآنکریم نسخې وویشل شوې.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قران کریم یوې نسخې سوځول غندلي و او د سویډن له حکومت څخه یې غوښتي، چې د دې کړنې عاملان مجازات کړي.

همدا نن د سویډن صدراعظم په سټاکهولم کې د شنبې په ورځ د قران کریم سوځول ژوره بې احترامي بللې، د قرآنکریم سوځولو پېښه يې غندلې او بښنه یې غوښتې ده.

د يادونې ده، چې د سویډن یو ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرآنکریم یوه کاپي وسوځوله.

مربوطه مطالب

Back to top button