کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ ثور، ۱۴۰۲ل)
ټاکل شوې چې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر “ملا امیر خان متقي” د روانې اونۍ په پای کې پاکستان ته سفر وکړي.
د دغه سفر هدف د دواړو لوریو تر منځ په یو لړ موضوعات بحث کول دي، لکه په افغاني توکو د پاکستان له لوري مالیه نه وضعه کول، همدارنګه دافغان حکومت له خوا پر پاکستاني توکو مالیه او همدا راز به پر امنیتي موضوعاتو هم به بحثونه وشي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې “متقي” به د مئ میاشتې له شپږمې تر نهمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو هم سره وګوري.