کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ثور، ۱۴۰۲ل)
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لويه کمېشنري وايي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله تر درې لکه او ۳۰زرو ډېر کسان له خپلو کورونو، نورو سيمو ته بېځايه شوي دي. دغې ادارې ويلي، تر يو لک زيات نور کسان د سوډان سرحدي سيمو ته تښتېدلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لويه کمېشنري وايي، تر اته سوه زرو ډېر نور کسان ښايي د سوډان ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شي، ځکه په سوډان کې د دوو پوځي جنرالانو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده. په سوډان کې د اپرېل پر ۱۵مه د واک پر سر د چټک ملاتړ د ځواکونو په نامه د ملېشهو د مشر محمد حمدان دقلو او د سوډان د پوځ د قومندان عبدالفتاح البرهان ترمنځ نښته پيل شوه.